اسلام آباد 20اپريل (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي پاکستان امريکې سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي ، دواړه هېوادونه هپلو كښې تعميري رابطو سره سيمه كښې امن او پرمختګ ته وده وركولې شي۔د ايوان صدر پريس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د امريكې د کانګريس غړې الهان عمر سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې ده سره ملاقات كولو۔ صدر ووئيل پاکستان او د امريکې ترمينځه شريكې ګټې لپاره بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو ته اړتيا ده، دوه اړخيزه تګ راتګ سره به د دواړه هېوادونو ترمينځه افهام و تفهيم كښې ښه والې راشي۔ صدر ووئيل هند كښې د مودي حکومت د اړخه اقليتونو او په خاص توګه د مسلمانانو په ضد ظلمونه روان دي، هند د مسلمانانو په نسل كشۍ كښې ككړ دے او هغه د بشري حقونود سختو خلاف ورزو مرتکب شوے ۔ صدر ډاكټر عارف علوي د امريکې د کانګريس غړې سره د ملاقات په مهال د سيمې امن زياتولو لپاره د پاکستان کردار او ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان قربانۍ رامخې ته كړې۔ده ووئيل آئي ټي په څانګه كښې پاکستان كښې د سرمايه کارۍ په زړه پورې موقع شته او د امريكې سوداګر په دې څانګه كښې سرمايه كاري كولې شي۔ په دې موقع په خپلو خبرو كښې د امريكې د کانګريس غړې الهان عمر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو ښه كولو او د قوي كولو ډېر صلاحيتونه موجود دي۔ دې د اسلاموفوبيا په ضد د پاکستان کردار او په خاص توګه په دې اړه ملګرو ملتونو كښې د قرارداد منظوري وستائله۔
پاکستان امريکې سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي، د دواړو هېوادونو ترمينځه تعميري رابطې سيمه كښې امن او پرمختګ ته وده وركولې شي، د صدر ډاکټر عارف علوي د امريکې کانګريس غړې الهان عمر سره خبرې
مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ