اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) د وزيراعظم د ځوانانو چارو خصوصي مرستيال عثمان ډار وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان ځوانانو ته وېړيا ټيكنيكل او كنوېنشنل هنر ښودلو له خصوصي پېكج وركړې دې۔ 60 زره ځوانانو لپاره د “سکلز فار آل” اسکالرشپس رجسټرېشن پېل كړې شوې دې۔ د اتوار په ورځ په خپل ټويټ كښې عثمان ډار ووئيل د يو زر نه زياتو ادارو كښې به د 250 كورسونو تربيه وركولې شي۔ عثمان ډار ووئيل ځوانان دې په سمدستي توګه تكنيكي تربيه وېړيا ترلاسه كولو له ځان رجسټرډ كړي۔ دوئي دې معلومات ترلاسه كولو له د كامياب جوان او نيوټېك وېب سائيټس وزټ كړي۔ هغه ووئيل بې روزګاره ځوان دې د خپل ذاتي كاروبار يا روزګار خوب ريښتيا كړي٬ حكومت به په بشپړه توګه د وېړيا او غوره تربيې آساني وركول باوري كړي
مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا