ملتان۔3اپریل(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د ذاتي ګټو په بنياد جوړ شوے د پي ډي اېم غېر فطري اتحاد خپل انجام ته رسېدلے دے۔ د پی پی او ن لیګ ترمينځه اختلافات رامخې ته شوي۔ حكومت ختمولو له د كورونو نه رابهر شوي كسان خپلو كورونو ته بېرته تلي۔ د بې وزلۍ ختمول او د تل پاتې پرمختګ هدفونو ترلاسه كول زمونږ د حكومت د ترجيحاتو مهمه برخه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه تېره ورځ د ملتان د قومي حلقو اېن اے 156 او 157 په بېلو يونين كونسلو كښې بېلو دستورو ته خطاب او پلاويو سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل دا مهال تاثر دا رامخے ته شوے دے چې د هندوستان پاكستان سره اړيكې د معمول له مخې شوي دي او تجارت پېل شوے دے خو دا تاثر سم نه دے۔ د حكومت ښكاره پرېكړه ده چې پاكستان به په روانه وضعه كښې هند سره هېڅ ډول تجارت نه كوي۔ د پاكستان پرله پسې دا دريځ پاتے شوے دے چې هند سره وړاندې تللو له دا ضروري ده چې د هند لخوا دې په زړه پورې چاپېرچل جوړ كړے شي او هندي حكومت دې د 5 اګست2019 يو اړخيزه او غېر قانوني ګامونو ته يو وارې بيا كتنه وكړي۔ پاكستان كله هم هند سره خبرو نه شاته شوې نه دې۔ هغه ووئيل نن نړۍ افغان امن عمل كښې د پاكستان د روغې جوړې كردار ستائنه كوي۔ هغه ووئيل پاكستان به افغانستان كښې امن په ځائې كولو له د روغې جوړې خپل كردار اخلاص سره ترسره كوي۔ هغه ووئيل هېواد كښې د كورونا نه د بچ كولو وېکسینېشن عمل كاميابۍ سره روان دے۔ هغه هيله ولرله چې د اولس په مرسته به حكومت د تېر وخت په شان د دې وباﺀ مخنيوي كښې كاميابي تر لاسه كړي۔ هغه ووئيل سوئيلي پنجاب زمونږ اولنۍ ترجيح ده۔ هغه ووئيل په اولني ځل سوئيلي پنجاب لپاره 33 فیصده بجټ بېل كړے شوے دے۔ خارجه وزير د حلقه اېن اے 157 او 156 بېلو يونين كونسلو ته لاړو او دغلته ئې د ودونو دستورو كښې ګډون وكړو۔ هغه په تېرو ورځو كښې د حق رسېدلو كسانو كورونو ته هم لاړو چرته چې هغه د حق رسېدليو لوړو درجو له فاتحه خواني وكړه
د پاكستان او هند ترمينځھ اړيكې د معمول له مخې نه دي۔ هند سره به كوم ډول تجارت نه كېږي۔ شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا