اسلام آباد 30 نومبر(اے پی پی)د سېنېټ د خارجه چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور مشاهد حسېن سيد او سناتور لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقيوم وئېلي دي هند سره بايد داسې خبرې اترې وكړې شي كومې چې د كشميري اولس په ګټه وي٬په موجوده نړيوالو حالاتو ??ښې دا يوه ځانګړې موقع ده چې په منظم ډول د كشمير مسئله نړيوالې كچې ته يوسو٬هند پاكستان سره خبرې اترې كول نه غواړي ٬كشمير به سي پیك ??ښې شاملولې شي۔د جمعې په ورځ د كل جماعتي حريت كنفرنس تر سيوري لاندې سېمينار ته خپل خطاب ك??ې سناتور مشاهد حسېن سيد ووئيل هند چې كله اتومي چاودنې وكړی نو دغه وخت د دغې په ځواب ك??ې د پاكستان لخوا د اتومي چاودنو كولو ته كشميريان ډېر په طمعه وو ٬دا پاكستان سره د هغوي د خپلولۍ عكاسي كوي۔ده ووئيل په كال 2018 ??ښې بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو كمشنر او د برتانوي كل جماعتي پارليماني ډلو راپورونه مهم پیشرفت دي۔په جنورۍ ??ښې يو بل تاريخي كار كې??ونكې دے كله چې به په اروپائي پارليمنټ ??ښې د كشمير په اړه د دې راپور اورېدنه كېږي۔ده ووئيل هند سره مذاكرات بايد د برابرۍ په بنياد وكړې شي۔دا عمل دې داسې وي چې كشميريانو ته يې ګټھ ورسي۔ مشاهد حسېن ووئېل كشميريان د كال 1947 څخه ظلم او زياتي سره مخ دي۔ده ووئيل د كرتارپور راهدارۍ پرانستې څخه دوه ورځې وړاندې كراچۍ ??ښې په چينائي قونصلګړۍ بريد وشو د كوم مرسته چې د هند استخباراتې ايجنسي را كوله ۔ده ووئيل د برهان الدين مظفر واني شهادت نه وروستو حالات بدل شوې ٬د نيويارك ټائمز لخوا په جاري شوي راپور ??ښې وئېلې شوي 225 څخه زيات كشميريان شهيدان كړې شوي۔مشاهد حسېن سيد ووئيل تر ټولو زياته رياستي ترهه ګري هند كوي۔ده ووئيل په هند ??ښې مذهبي انتهاپسندي ?? رياستي پالېسۍ برخه ده٬د كومې بنياد چې د اسلام او پاكستان سره دښمني ده۔لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقيوم ووئيل كشميريان ځانګړې قربانۍ وركوي٬سره د دې د هغوي هڅې ٬جوش او ولوله لا زياتېږي ٬د ظلم زياتي او تور قانون په وړاندې همت او مړانې سره ولاړ دي۔ده ووئيل هند نه د ښو اړيكو هيله لرل نه دي پكار۔ ده ووئېل هند خپل ګاونډيان هېوادونه په فشار ??ښې ساتل غواړي۔د اتومي قوت له امله پاكستان د هند په سترګو ??ښې ازغې دې٬ ده ووئېل د پاكستان 22 كروړه اولس كشميريانو سره ولاړ دې۔د كرتار پور راهدارۍ پرانستلو نه وروستو د هند لخوا بيانيات د هند د رويې عكاسي كوي۔د پاكستان لخوا د خېرسګالۍ دا اقدام د ستائنې وړ دې۔ده ووئيل د كشميريانو د آزادۍ هڅو ملاتړ به دوامداره ساتلې شي۔ده ووئيل برهان مظفر واني د آزادۍ په هڅو ??ښې روح اچولې دے
د سناتور مشاهد حسېن سيد او سناتور لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقيوم د كل جماعتي حريت كنفرنس سېمينار ته خطاب
مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania