اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي)د وزيراعظم د خزانې او محصولات صلاحكار شوكت ترين وئېلي دي د پاكستان سوداګرو مسئلې به وړومبۍ حل كولې شي۔د شريكو رابطې فقدان ختمولو لپاره اقدامات كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پاكستان سوداګرو مركزي تنظيم پلاوي سره په فنانس ډويژن كښې د صدر محمد كاشف چوهدري په مشرۍ كښې ملاقات كړی۔د خزانې صلاحكار سوداګرو ته د ورمخې ته شوو مسئلو څخه خبر كړے شو۔د خزانې صلاحكار د هېواد معيشت په پرمختګ كښې د سوداګرو كردار وستائېلو۔ده ووئيل د پاكستان سوداګرو مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي۔دغسې د خزانې صلاحكار سوداګرې ورورولۍ ته د هر ممكنه مرستې باور وركړو۔د پاكستان سوداګرو تنظيم صدر سوداګرې ورورولۍ په خاص توګه وړو سوداګرو ته په ورمخې ته شوو مسئلو رڼا واچوله او د هغوي مسائل حل كولو لپاره يې د حكومت څخه مرسته وغوښتله۔په دې مهال صلاحكار د پاكستان معيشت ښه والي لپاره د كاروباري ورورولۍ كردار وستائېلو او هغوي له يې باور وركړو چې حكومت سوداګرې ورورولۍ له د هر ممكنه مرستې وركولو لپاره عزم لري
د پاكستان سوداګرو مسئلې به وړومبۍ حل كولې شي۔د وزيراعظم د خزانې او محصولات صلاحكار شوكت ترين
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر