اسلام آباد۔9مارچ(اے پی پی) د مسلم ليګ (نون) او نورو اتحادي ګوندونو صدارتي كانديد آصف علی زرداری قومی اسمبلۍ او سېنېټ څخه 255 ووټونه ترلاسه كولو سره كامياب ګرځولے شوے او د ده به ??قا??له كښې د سني اتحاد كونسل او نورو اپوزيشن ګوندونو كانديد محمود خان اچکزئی 119 ووټونه ترلاسه كړل۔ د سېنېټ او قوم?? اسمبلۍ غړو لپاره په جوړ كړې شوي پولنګ سټېشن د پریذائیډنګ آ??یسر فرائض جسټس عمر فاروق ترسره كړل۔ پولنګ 11 بجې پېل شو۔ اولنے ووټ د قوم?? اسمبلۍ غړي عبدالحکیم بلوچ او دويم وزيراعظم شهباز شريف وكارولو۔ د قومی اسمبلۍ او سېنېټ ټولو 375 غړو خپله رايې وكاروله۔ د پاكستان مسلم ليګ نون او نورو اتحادي ګوندونو كانديد آصف علی زرداری 255 ووټونه ترلاسه كړل۔ يو ووټ مسترد كړے شو۔ د پولنګ عمل تر 4 بجو روان وو۔ دې څخه وروستو پریذائیډنګ آ??یسر د دواړو كانديدانو پولنګ ايجنټانو شيري رحمان او سردار شفيق ترين په موجودګۍ كښې د ووټونو شمېره وكړه او د اعلان كړې شوې نتيجې له مخې آصف علي زرداري قومی اسمبلۍ او سېنېټ لپاره جوړ كړې شوي پولنګ سټېشن څخه كامياب وګرځولے شو۔ جے یو آئی (ف)، جماعت اسلامی او جی ډی اے د ټاكنو عمل بائيكاټ وكړو۔ د نتیجې د اعلان كېدو څخه وروستو د پي پي پي پي او پي اېم اېل اېن پارليماني غړي بلاول بھټو زرداري ته لاړل او هغه ته يۍ د آصف علي زرداري د په كاميابۍ مباركي وركړه۔
آصف علي زرداري قومي اسمبلۍ او سينيټ څخه د 255 ووټونو په ترلاسه كولو صدر وټاكلے شو
Gem Savior Conquest Official Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی