اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی اسلام آباد كښې د امن وضعه ښه كولو او جرائم پیشه ګینګز ختمولو لوظ كړې۔د كورنيو چارو وزارت د اړخه د خالي په و??ځ جاري شوې اعلامیې له مخې محسن نقوی د غونډي مشري كولو په موقع د منشیات خرڅولو او اخستلو كښې ككړ ګینګز په ضد د بشپړه كریك ډاؤن امر كولو سره د اسلام آباد پ??لیس آئي جي او ټولې ډلي له ټاسك وركړې دے۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د جدید ټیكنالوجی د لارې دا ډول ګینګز دې قانون سره مخ كړې شي۔ده ووئيل تعلیمی ادارو په خوا كښې د آئس پشمول نور نشه آور څيزونو خرڅول به هيڅ ??ور?? كښې نه شي زغملے،د نشه ائ توكوو خرڅونكې زمونږ د سباؤن دښمنان دي د هغوې په ضد به سخت ایكشن كولې شي۔ محسن نقوی سوال ګرو مافیا او پیشه ور سوالګو په ضد هم د كوټلې كارروائی كولو امر كړې دے او غیر ملكی وګړو له ئې د كوټلې امنيت وركولو سپارښتنه كړې ده۔د غونډې په مهال اسلام آباد كښې د غیر ملكی وګړو سكیورټی لپاره سپیشل پروټیكشن فورس جوړولو اصولی پريكړه شوې ده۔د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی په مشرۍ كښې اسلام آباد كښې د امن ??ور??حال په اړه د مهمې غونډي په موقع د اسلام آباد پ??لیس آئی جی ،علی ناصر رضوی د امن و امان ??ور??حال په اړه تفصیلی بریفنګ وركړې۔په غونډه كښې د اسلام آباد پ??لیس آئی جی علی ناصر رضوی پشمول ټول ډی آئی جیز او سی ټی او ګډون وكړو۔
د كورنيو چارو وزير اسلام آباد كښې د امن وضع ښه كولو،جرمونو ،نشه ائې توكو خرڅولو اخستولو كښې ككړ ګینګز په ضد د بشپړه كریك ډاؤن امر
Longsheng No. 2 Entertainment official link
مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado