اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د حکومتي خرڅونو كمولو په اړه جوړې كړې کمېټۍ خپل ابتدائي راپور وزیراعظم محمد شهباز شریف ته وړاندې كړے كوم ك??ې چې سفارش شوے چې د يو كال راهسې د خالي شوو ټولو چوكو ختمولو ??ره دې قامي پیسه بچ كړې شي،نوو بھرتي شوو سرکاري ملازمانو لپاره دې کنټریبیوټری پینشن نظام جوړ كړے شي،د دې ابتدائي تجاویز په اړه وزیراعظم اعلیٰ اختیاراتی کمېټی جوړه كړه كومه به چې په 10 اووني?? كښې دننه رپورټ جمع كوي۔د شورو په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې د حکومتي خرڅونو او حكومتي ډھانچې حجم کمولو په اړه مهمه غونډه وشوه??حک??متي خرڅونو كمولو په اړه جوړې کمېټۍ وزیراعظم ته خپل ابتدائي رپورټ وړاندې كړو ۔د پلاننګ کمېشن ډپټی چیئرمېن په مشرۍ كښې جوړې کمېټۍ كښې د کابینې، خزانې، اسټیبلشمنټ، پاور ډویژن سیکریټریز نه علاوه ډاکټر قیصر بنګالي ، ډاکټر فرخ سلیم او محمد نوید افتخار شامل وؤ۔ابتدائي رپورټ كښې د لنډي مودې او اوږدې مودې سفارشات وړاندې كړې شوي۔کمېټۍ د ځينې سرکاري ادارو بندولو ?? ځينې ادارې ضم کولو ??و ځينې ادارې صوبو ته د سپارلو ??فارش کړے ۔کمېټۍ دا هم سفارش کړے چې داسې ټولې چوكۍ كومې چې د يو كال راهسې خالی پرتي دي هغه دې ختمي كړې شي دغسې چې قامی پیسه بچ كړې شي۔سرکاری ادار?? كښې سروسز وركولو له دې د نجی څانګې خذمات واغستلے شي۔رپورټ كښې وئيلي شوې حکومتی خرڅونو كمولو لپاره د سرکاري اهلکارو په غیر ضروري مزل دې بنديز ولګولے شي او ټیلی کانفرنسنګ ته دې وده وركړې شي،داسې سرکاري افسران كوم چې د مونو ټائیزنګ آسانۍ اخلي هغوې څخه دې سرکاری ګاړې په سمدستي توګه واغستلې شي۔د دې ابتدائی تجاویز په اړه وزیراعظم اعلیٰ اختیاراتی کمېټی جوړه كړه كومه به چې په 10 اووني?? كښې جامع رپورټ وړاندې ك??ي۔په دې موقع وزیراعظم ووئيل کمېټۍ به په نړيواله كچه تجربو څخه په استفاده كولو يو جامع تجاویز وركړي ،هيله لرو چې د اعلیٰ اختیاراتي کمېټۍ د سفارشات په رڼا كښې به د قام د اربونو روپو بچت اوشي۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر احسن اقبال، د اقتصادي چارو وفاقي وزیر احد خان چیمه، د خزانې وفاقی وزیر محمد اورنګزیب ، وزیر مملکت علی پرویز ملك، وزیراعظم کوآرډینیټر رانا احسان افضل او اړوندو سركاري افسرانو ګډون كولو۔
حکومتي خرڅونو كښې د كمي په اړه ابتدائي راپور وزیراعظم ته وړاندې كړے شو، د يو كال څخه خالي چوكۍ ختمې ، د کنټریبیوټري پینشن نظام راوړلو وړاندېز
Dragon Hatching Trusted Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ پاکستان