ملګري ملتونه ۔25اکتوبر(اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو امن كارروائيو كښې د مېرمنو كردار زيات??لو له د خپل مضبوط عزم پخلي ك??لو سره غوښتنه كړې چې په فلسطین او مقبوضه جمو وكشمير كښې د بهرنۍ قبضې لاندې ميرمنو او انجونو ته پېښې ستونزې بايد لرې كړې شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د ’’ مېرمنې، امن او سلامتيا ‘‘ په سرخط مباحثه كښې ووئيل د مېرمنو او انجونو په ضد تر ټ??لو زياتې خلاف ورزۍ په مقبوضه سيمو كښې كيږي ولې چې د قبضې يو مقصد مقبوضه آبادي محكوم كول وي په كومه كښې چې مېرمنې او انجونې تر ټ??لو زياتې غېر محفوظې وي۔ ده ووئيل دا صورتحال د مقبوضه جمو وكشمير دے چرته چې كال 1990 څ??ه تر دې دمه نزدې يو لك څخه زيات سړي ٬ مېرمنې او كوچنيان وژلې شوي۔ ده په دې لړ كښې سلامتي كونسل څخه غوښتنه وكړه چې هغه په بهرنۍ قبضه كښې مېرمنو او انجونو ته پېښی سنګينې مسئلې حل ك??لو له اقدامات وكړي۔ ده ووئيل پاكستان په كال 2019 كښې په مېرمنو مشتمله خپله اولنۍ ډله افريقې ته ولېږله كومې چې ځايې استاذانو ٬ زده كوؤنكو او مېرمنو لپاره د پېشه ورې تربيې په شمول يو شمېر كامياب اقدامات وكړل۔ په دې ورستيو كښې په امن ډلو كښې د پاكستاني مېرمنو شمېره زياته شوې ده كومو چې په سختو حالاتو كښې د ډاكټرانو ٬ نرسانو او پوليس افسرانو په توګه خذمات ترسره كړي او په د??ئي كښې شهزادي ګلفام په كال 2011 كښې په اولني ځل نړيوال خاتون پوليس امن كيپر ايوارډ ترلاسه كړو۔ د بحث په پېل كښې د ملګرو ملتونو دوهمې عمومي سېكترې امینه ووئيل د مېرمنو نمائندګي په امن خبرو اترو او د زياتو پېچلو شخړو حل ك??لو هڅو كښې ډېره زياته كمه ده۔ دې د تاريخي شمېرو حواله ورك??لو سره ووئيل د 1992 او 2019 ترمينځه په خبرو كوؤنكو كښې د مېرمنو شمېره 13 فيصد او د امن عمل په ثالثانو كښې 6 فيصد وه۔ دې ووئيل دا ضروري ده چې مونږ افغانستان او نورو ځايونو كښې د مېرمنو حقونو او په هره موقع د مېرمنو د شموليت ملاتړ له خپل عزم قوي كړؤ۔
په فلسطین او مقبوضه جمو وكشمير كښې د بهرنۍ قبضې لاندې ميرمنو او انجونو ته پيښې ستونزې بايد لرې كړې شي: منير اكرم
स्लॉट मशीन विश्वसनीय मनोरंजन वेबसाइट
مضمون کا ماخذ : راکی