First person giant ball integrity website
اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د فرانس صدر امينوئل مېكرون وئيلي دي چې فرانس د پاكستان د سېلاب ځپليو مرستې لپاره تيار دے. د اتوار په ورځ د پاكستان سېلاب ځپليو سره د يووالي څرګندونه كولو سره د فرانس صدر ووئيل چې فرانس په پاكستان كښې د سېلاب ځپليو مرستې لپاره تيار دے. په خپل يو ټويټ كښې د فرانس صدر ووئيل چې د پاكستان اولس تباه كوونكي سېلاب سخت ځپلې او د سلګونو په شمېر خلق بې دركه دي. ده ووئيل چې مونږ د پاكستان د سېلاب ځپليو او د دوي د كورنيو د ستونزو نه خبر يو، په تباه كوونكي سېلاب كښې په پاكستان كښې ډېره لويه آبادي ځپلې شوې ده. ده ووئيل چې فرانس په دې لړ كښې مرس??ې ته تيار دے.
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر