لاهور۔18فروری(اے پی پی) د وزيراعظم خاص مرستيال ع??ا تارړ وئيلي دي چې عمران خان د فارن فنډنګ او توشه خانې كېسونو څخه بچ كېدو له په كور كښې پټ ناست دے٬ د اوسنيو آډيو ليكس بايد پلټنې و??ړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په ماډل ټاؤن كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ع??ا تارړ ووئيل مونږ د عدالتي پرېكړو په وړاندې خپل سرونه ټيټوؤ او عمران خان كور كښې پاتې كېدو سره د ضمانتونو اخستو هڅې كوي٬ د عمران خان سوچ دا دے چې عدالتي پرې??ړې تاخير سره مخ كړي۔ ده ووئيل په غلام محمد ډوګر د ډي آئي جي آپرېشنز لاهور په حېث اختياراتو څخه د تجاوز كولو تور دے ٬ مونس الهي د پروېز الهي په ح??وم?? كښې په يو شمېر زمكو قبضې وكړې۔ ده ووئيل د وائرل شوې ويډيو تحقيقات ولې كولې نه شي۔ عدالت عالیه دې هېود د آئيني ادارې په حېث د دې آډيوز سپېځلې تحقيقات وكړي۔ ده ووئيل د پروېز الهي پرنسپل سېكرټري خان محمد بھټي اختيارات په ناوړه توګه كارولو سره په مبينه توګه د كروړونو روپو غبن كړې٬ عدالت بايد ددې هم نوټس واخلي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان تحريك انصاف د هېواد د معيشت د برباد كولو ذمه وار دے۔
عمران خان د فارن فنډنګ او توشه خانې كېسونو څخه بچ كېدو له په كور كښې پټ ناست دے٬ د اوسنيو آډيو ليكس بايد پلټنې وكړې شي٬ د وزيراعظم خاص مرستيال عطا تارړ
Plush Crazy APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری