اسلام آباد 28 فروری(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي د ذهني روغتيا رنځورانو مخ نيوي لپاره د سټيك هولډرز پشمول د وفاقي او صوبائي حكومتونو٬كميونټي او مېډيكل پروفيشنلز په شريكو هڅو زور ??اوړولو سره وئېلي دي دا ډېره تشويشناكه خبره د?? چې د هېواد 24 فيصد آبادي د ذهني روغتيا په اړه د مسئلو ښكار ده او د دومره لويې آبادۍ ضروريات پوره كولو لپاره په هېواد كښې يواځې د 500 نه تر 600 ذهني صحت پوهان موجود دي٬د ذهني روغتيا زيات شوي چېلنج مخ نيوي لپاره د مينټل هېلت پروفيشنلز شمېره كښې د اضافې نه علاوه د صحت عامه پوهانو تربيت د لارې هم د استعداد زياتولو ضرورت دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ص??ر ډاكټر عارف علوي د وېډيو لنك د لارې د ذهني روغتيا په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړی۔د پاكستان امريكن سائيكاټرك اېسوسي اېشن آف ن??رت امريكا(پي اے پي اے اېن اے)ص??ر ډاكټر محمد ذيشان٬ نیشنل کمیشن آف هیومن رائټس، ورلډ هیلت آرګنائزیشن، پاکستان سائیکولوجیکل ایسوسی ایشن، پاکستان سائیکاټرک سوسائټی، تسکین هیلت انیشی ایټو، او د نیشنل هیلت سروسز وز??رت ، د ریګولیشنز اینډ کوآرډینیشن استازو په غونډه كښې ګډون كولو۔په غونډه كښې د ویل کارنیل میډیکل کالج سائیکاټری څانګې چیئر پروفیسر ډاکټر ایم وقار عظیم، د نیواډا یونیورسټی سائیکاټری پروفیسر او پروګرام ډائرېكټر ډاكټر مجیب شاهد،د هیوسټن بیلر کالج آف میډیسن سائیکاټری ایګزیکټیو وائس چیئر او پروفیسر ډاكټر عاصم شاہ، د مسلم مینټل هیلت کنسورشیم ډائرېكټر پروفیسر ډاكټر فرح عباسی، د هارورډ میډیکل اسکول چائلډ فیلوشپ ډائرېكټر ډاكټر غیاله قیوم او د یونیورسټی آف میسوری اسکول آف میډیسن پروګرام ډائرېكټر ریذیډنسی اینډ ایډکشن فیلوشپ ډاكټر نعمان اشرف په ورچوئل توګه ګډون وكړو۔ګډون كوونكو د ذهني صحت مسئلو چېلنج مخ نيوي لپاره بېل تجاويز وركړل۔په غونډه كښې د بيمارو په اړه شعور ??امخې ته كول٬خلقو ته د دماعي صحت په اړه خبرتيا وركول٬دې سره تړلې منفي تصورات ختمول او د ذهني صحت رنځورانو ته معياري مشاورت او د علاج وركولو په ضرورت زور ??اوړو ۔ګډون كوونكو په پاكستان كښې د روغتيا پیشه وره كسانو د كار استعداد كښې په اضافه او تربيت هم زور ??اوړو۔دغسې په غونډه كښې د قومي آټزم پلان تيارولو په ضرورت هم زور ??اوړے شو ۔د پمز څخه پروفيسر ډاكټر رضوان تاج غونډې ته وئيل د نېشنل هېلت سروسز وزارت٬د ريګولېشنز اينډ كوآرډينېشن پمز كښې آئټزم سنټر جوړ كړے او دا به د صوبو او نورو روغتونونو لپاره يو رول ماډل وي۔صدر مملكت د دماغي صحت په اړه د اقدام په ملاتړ كولو د بهر هېوادونو مېشته پاكستانو مېډيكل پروفيشنلز پ?? خاص توګه د پاكستان امريكن سائيكاټرك اېسوسي اېشن آف ن??رت امريكا كردار وستائېلو۔
د ذهني روغتيا رنځورانو مخ نيوي لپاره د سټيك هولډرز لخوا د شريكو هڅو كولو ضرورت دے۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
Extremely Hot 5 Supreme APP Game Platform
مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil