اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې پاکستان او ترکیه يو زړه دوه بدنونه دي، د پاکستان ریسکیو ډلي د تركيې وروڼو خوېندو په زړونو كښې ځائې جوړ كړې دې، پاکستان او ترکیه خپلو كښې پخوانۍ اړيكي لري، پاکستان د تركيې او سوريي وروڼو خوېندو په زړه پوري مرسته كړې او به دا روانه ساتلې شي، د معاشی مشکلاتو باوجود به د وروڼو هېوا??ون?? سره مرسته روانه ساتلې شي، ټول پاكستان د تركيې او سوريي خپلو وروڼو سره ولاړ دې، د پاکستان د اړخه به د اخوت او ایثار پیغام ټولي نړۍ له وركولې شي۔ ترکیه او سوريه كښې د مرستي هلو ځلو كښې د برخه اخستونكو په اعزاز كښې د شورو په ورځ په وزیراعظم هاؤس كښې دستورې ته وينا كښې وزیراعظم وو??يل د پاکستان ریسکیو ډلو چې څه ډول د تركيې او سوريې زلزله ځپليو سيمو كښې د مرستي او ريليف خذمات ترسره كړي په دې د پاکستان حکومت او اولس مننه كوو،دې سره نړۍ كښې د پاکستان نامه روښانه شوې او د تريكي وروڼو او خوېندو په زړونو كښې د پاكستان احترام نور زيات شوې، هغوي به دا خذمات ټول عمر ياد ساتي۔ده وو??يل ما د تركيې دورې په موقع د خپلي ډلي د زړه څخه كار کول ليدلي دي،ما د هغوي مننه كولو لپاره دلته نن رابللي دي،هغوي د پاکستان او ترکیې ملګرتيا خيال ساتلې دغسې د هغوي د هڅو په وجه د دواړه هېوا??ون?? ترمينځه ملګرتيا زياته شوې۔ده وو??يل د ترکیې زلزله ځپلي نن د پاكستان پلو ګوري،د دې مطلب دا نه دې چې هغوي خپل وسائل نه لري خو هغوي د انسانی او اسلامی خپلولۍ په سبب او د ميني له امله زمونږ پلو ګوري۔ ده د مرستي ډلي غړي د ټول هېواد اتلان ګرځولو سره وو??يل چې حکومت پاکستان د ترکیې ځپليو مرستي لپاره به ممكنه هڅې رواني ساتي۔ده وو??يل مونږ دا مهال د کفایت شعارۍ په پالیسۍ عمل كوو خو بهر هېواد څخه راغلي ميلمانه دې څخه مستثنیٰ دي۔ وزیراعظم وو??يل تر اوسه ډير سامان ترکیي او سوريي ته لېږلې شوي،په دې كښې این ډي اېم اے په زړه پوري كردار ترسره كړې،د این ډی اېم اے چیئرمېن شپه ورځ كار كړې، د خواجه سعد رفیق او د هغه ډلي د پاك فضائیه مننه كوو،هغوي په زړه پوري كردار ترسره كړې۔ده وو??يل د خزاني وزير ، د منصوبه بندۍ وزير لويه مرسته كړې، کابینې او پارلماني غړو د يوي مياشتي تنخا زلزله ځپليو له عطیه كړې، د خزاني وزير د خپل جيب خخه 2 کروړه روپۍ عطیه كړې ، د تعلیم وزير د 6 کروړه روپو چېك وړاندې كړې،د ګريډ 18 نه پورته آفیسرانو د درې ورځو تنخاہ وركړې ده،د پنجاب صوبې د مرستي سامان او چيك وركړې،څلورو واړو صوبو څخه د مرستي سامان لېږلې شوې۔ده وو??يل قام ستاسو د هڅو څخه خبرولو لپاره دا دستوره شوې۔ ده خارجه وزير ، خارجه سېكتري او سفیرانو ته هم پيرزوئنې وړاندې كړې۔ د ماحولياتي بدلون وفاقی وزیري سېنېټرې شیری رحمن وو??يل د ټولو ادارو د اړخه د ځپليو لپاره هڅي د ستائنې وړ دي،د ترکیې او سوريي سفیرانو هم د این ډي اېم اے ستائنه وكړه ۔ ډاكټر فیض اﷲ خان وو??يل د پمز د اړخه ډلې ځپليو سره طبي مرسته كړې۔په دې موقع د ریسکیو ډلو اهلكارو له تعریفی اسناد هم وركړې شول
پاکستان به د تركيې خپلو وروڼو او خوېندو هره ممكنه مرسته كوي ۔ د وزیراعظم محمد شهباز شریف تركيه او سوريه كښې د مرستي په هلو ځلو كښې د برخه اخستونكو په درناوي كښې دستوري ته وينا
Magic Circus APP game download
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا