اسلام آباد۔7مئی (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف سره د سکاټ لېنډ لومړي وزير حمزه يوسف ملاقات و??ړو په كوم كښې چې دواړو مشرانو د تعليم، مهارتونو او د تجديد وړ وسيلو په برخه كښې د ګډو پروژو ودې لپاره د دواړو هېوادونو ترمېنځه په دوه اړخيزه مرسته اتفاق وكړو۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په دې مهم منصب ټاكل كېدو حمز??ه يوسف ته مباركي وركولو سره ووئيل د حمزه يوسف ټاکنې د سکاټ لينډ او برطانيې په پرمختګ کښې د برټش پاكستانۍ ??ول??ې مهم او مثبت کردار په ډاګه كړې دې۔ وزيراعظم د ده نوې ذمه واريو سنبالولو كښې كاميابۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو د پاكستان او سکاټ لېنډ ترمېنځه ?? تاريخي اړيكو په لا پياو??ې كولو اتفاق و??ړو چې پكښې تجارت٬ سرمايه كاري٬ تعليم٬ د هوا او سولر ټېكنالوجي او او د اولس ترمينځه ??ړون شامل دے۔ دواړو مشرانو د تعليم، مهارتونو او د تجديد وړ وسيلو په برخه كښې د ګډو پروژو ودې لپاره د دواړو هېوادونو ترمېنځه په دوه اړخيزه مرسته اتفاق وكړو۔ وزیراعظم د تېر كال سېلاب په مهال د پاكستاني حكومت په مرسته كولو د سکاټ لینډ حکومت مننه وكړه۔ وزيراعظم حمزه يوسف ته د پاکستان د دورې بلنه وركړه كومه چې هغه په خوشحالۍ قبوله كړه۔ حمزه يوسف د سكاټش نېشنل ګوند مشري كوي او دې په مارچ كښې ساكټش پارليمنټ د سكاتش حكومت مشرۍ له ټاكلې وو۔ هغه د پاكستاني ورثې اولنې برطانوي وګړے دے كوم چې دا درناوې ترلاسه كړے دے۔
وزيراعظم شهباز شريف سره د سکاټ لېنډ وزير حمزه يوسف ملاقات ٬ د تعليم، مهارتونو او د تجديد وړ وسيلو په برخه كښې د ګډو پروژو ودې لپاره په دوه اړخيزه مرسته اتفاق
Baking Competition Online Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا