اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) وزير مملکت فېصل کريم کنډي وئيلي دي بلاول بھټو زرداري به په م??بوضه کشمير كښې د هند ظلمونه رامخې ته كولو لپاره د آزاد كشمير دوره كوي، پيپلز پارټي د کشمير مقدمه په هر فورم پورته كړې ٬ وزير خارجه به نړۍ په م??بوضه كشمير كښې د هند روانو ظلمونو په اړه خبروي٬ د جي 20 كنفرنس په م??بوضه کشمير كښې كېدونكے دے په كوم چې تل پاكستان احتجاج كړے، دا كېس مونږ په هر ځاے پورته كړے چې دلته كنفرنس نه دے پكار ٬ په دې لړ كښې به بلاول بھټو د مئي په 21مه نيټه د اسلام آباد نه مظفر آباد ته ځي چ??ته به چې د كشمير اسمبلۍ ته وېنا هم كوي٬ ميډيا سره به خبرې هم كوي او تر 23م مئي به كشمير كښې وي۔ پي آئي ډي كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې فېصل کريم کنډي ووئيل د مئي نهمه نيټه د پاكستان د تاريخ توره ورځ وه ٬ د دې پېښو پيپلز پارټي غندنه كړې ٬ په دغه ورځ سركاري املاك او پوځي تنصيبات سوځولي شوي٬ د پي ټي آئي غړو هم په دغه ورځ د رامخې ته شوو پېښو غندنه كړې او په واضح توګه ئې وئيلي دي چې كوم كسان ذمه وار دي بايد سزا وركړې شي۔ ده ووئيل عمران خان تېره ورځ د نېب عدالت ته نه دے وړاندې شوے۔ ده ووئيل عمران خان پخپل دور كښې مېرمنې د كورونو نه زندان ك??ې اچولې او خپله ئې تل مېرمنې او كوچنيان ځان لپاره د ډهال په توګه كارولې۔ ده ووئيل د تحريك انصاف زياتره كسانو پيپلز پارټي سره رابطې كړي ٬ پيپلز پارټۍ د هېواد په وضعه د سينټرل اېګزيکټو کمېټۍ غونډه رابللې ده۔ده ووئيل بلاول بھټو به د نېشنل سيکورټي ميټنګ پحقله ګوند په اعتماد ك??ې اخلي او سبا ماښام به په كراچۍ كښې د پرېس كنفرنس په م??ال ميډيا ته هر څه وړاندې كوي۔ ده ووېيل پيپلز پارټي دا ګڼي چي خبرې اترې د مسئل حل دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل فريال تالپور هم مېرمن وه ٬ ھغه وخت خو عمران خان وئيل چې زه به دا ټول په زندان ك??ې اچوم او اوس خپله د زندان نه ېرېږي او چې پوليس ويني نو ت??ښته كوي٬ ده ووئېل زمونږ د پولو حفاظت پاك پوځ كوي٬ مونږ ټول د پاك پوځ برخه يو بايد مونږ ټول ئې عزت وكړو
بلاول بھټو زرداري به په مقبوضه کشمير كښې د هند ظلمونه رامخې ته كولو لپاره د آزاد كشمير دوره كوي۔ فېصل کريم کنډي
Wisdom Wonders Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن