اسلام آباد 15اګست (اے پی پی)نګران وزير??عظ?? انوارالحق كاكړ سپارښتنه كړې چې ټيكس محصولات كښې اضافې لپاره دې په اقداماتو سختۍ سره عمل وكړے شي٬په پاور سېكټر كښې په روانو ا??لاحات عملدرآمد كښې دې لا تندوالې رامخې ته كړې شي٬ د روغتيا او تعليم په څانګو كښې دې د نړيوال معيار آسانۍ باوري كړې شي۔ د نهې په ورځ د وزير??عظ?? آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د نګران وزير??عظ?? انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې غونډه وشوه چې پكښې د بېلو وزارتونو په مهمو چارو او د هېواد په معاشي صورتحال تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔په غونډه كښې د اعلٰی سركاري افسرانو پشمول د سټېټ بانك ګورنر٬د خزانې سېكرټري٬د پاور سېكرټري او د اېف بي آر چيئرمېن ګډون وكړو۔ غونډه د هېواد معيشت كښې د استحكام او لا بهترۍ لپاره د اقداماتو نه په تفصيلي توګه خبر كړې شوه۔غونډې ته په پاور سېكټر كښې په روانو ا??لاحات هم تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ نګران وزير??عظ?? په هره څانګه كښې د روانو ا??لاحات په اړه د تفصيلي رپورټ وړاندې كولو سپارښتنه وكړه۔ ده ووئيل چې د هېواد د معاشي پالېسو تسلسل به په ځايې ساتلې شي او لا اقتصادي ښه والې به رامخې ته كولې شي٬د اولسي خېرښېګړی پروژې به د تعطل نه غېر روانې وي٬ د سپېشل سرمايه كاري آسانيو كونسل له مخې په هېواد كښې بهرنۍ سرمايه كاري زياتولو لپاره اقدامات د نګران حكومت په ترجيحات كښې شامل دي۔وزير??عظ?? هدايت وكړو چې د روغتيا او تعليم په څانګو كښې دې د نړيوال معيار آسانۍ باوري كړې شي٬ په پاور سېكټر كښې په روا?? اصلاحاتو عملدرآمد كښې دې لا تندوالې راوستلې شي٬ ټيكس محصولات كښې اضافې لپاره دې په اقداماتو سختۍ سره عمل وكړے شي۔وزير??عظ?? ووئيل چې نګران حكومت به د معيشت ښه والي لپاره ډي ريګولېشن او ذمه وارې خپلواكۍ ته پام كوي٬نګران حكومت به خپله محدود موده كښې ټول توان د معيشت اصلاح لپاره كاروي٬نګران وزير??عظ?? انوار الحق كاكړ ته د هېواد په معاشي صورتحال هم تفصيلي بريفنګ وركړی شو
د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې غونډه٬د بېلو وزارتونو په مهمو چارو او د هېواد په معاشي صورتحال تفصيلي بريفنګ
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل