اسلام آباد 15 فروري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين وئېلي دي حكومت په هېواد كښې د ټېكس كلتور ته وده وركولو لپاره اقدامات كوي٬هېواد به په معاشي توګه پرمختګ هغه وخت وكړي كله چې په قامي خزانه كښې پيسې وي۔د نهې په ورځ په اېف بي آر هېډكوارټرز كښې د پوائنټ اف سيل نظام له مخې د رجسټرډ ري ټيلرز څخه خريداري كوونكو صارفينو لپاره د انعامي سكيم د دوئمې قرعه اندازۍ په موقع دستورې ته په خپله وېنا كښې د خزانې وزير ووئيل په هېواد كښې د ټېكس كلتور ته وده وركولو لپاره به مونږ ټولو ته خپلې ذمه وارۍ ترسره كول وي٬د هېواد په 22 كروړه آبادۍ كښې يوازې 20 لكه خلق ټېكس ادا كوي چې پكښې اضافه ضروري ده۔د خزانې وزير ووئيل په هېواد كښې هر كال د 20 ټرېلين سېل كېږي٬يوازې د درې نيم ټريلين سېل مانيټرنګ كېږي٬يو شمېر ري ټيلر د اولس څخه ټېكس اخلي خو دوي په اېف بي آر كښې نه جمع كوي٬ ده ووئېل د وګړو ذمه واري ده چې هغو ري ټيلرز ته لاړ شي كوم چې پاخه رسيدونه وركوي۔په دې موقع د اېف بي آر د سيوري لاندې رجسټرډ ري ټيلرز څخه خريداري كوونكو صارفينو لپاره د انعامي سكيم دوهمه كمپوټرائزډ قرعه اندازي وشوه چې پكښې د 1007 كسانو قرعه راوتله٬دې كسانو ته به د 53 ملين روپو انعامات وركولې شي۔
حكومت په هېواد كښې د ټېكس كلتور ته وده وركولو لپاره اقدامات كوي٬هېواد به په معاشي توګه پرمختګ هله وكړي كله چې په قامي خزانه كښې پيسې وي۔د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين په اېف بي آر هېډكوارټرز كښې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ