لاهور 25 ستمبر (اے پي پي ) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وز??ر سناتور پروېز رشي?? وئيلي دي چې ظالم په نړۍ كښې تل له يوازې وي٬ د يواځي والي څخه بچ كېدو لپاره به هند له په كشميريانو ظلمونه بندول وي ٬هند په كشميريانو ظلمونه كوي٬ د كشميريانو غصه كمول د هند ذمه واري ده ٬ هند د جنګ دړكې او بې بنسټه تورونه لګوي خو د جنګ متحمل كيدې نشي٬ د پاكستان زنده باد نعره په مودي ښه نه لګي ٬ خو بلوچستان څخه به د پاکستان زندہ باد نعرې پورته كېږي٬ كه هند د سي پېك منصوبې مخالفت كوي نو خپله به نړۍ كښې يوازې شي٬ عمران خان د کراچۍ ، پېښور پشمول د هر ځائ خل?? بې ځايه رائيونډ ته راجمع كوي خو د دې برعكس وزیر اعظم محمد نواز شریف پاکستان د خنجراب ګوادر تړلو له هڅې كوي٬ تحريك انصاف به په 30 ستمبر مېله كوي او اكتوبر كښې به خالې مېدان وي۔ وفاقي وز??ر په الحمراء هال لاهور كښې ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل د بلوچستان په هر كالج او ميدان كښې پاكستانيان جمع كېدو سره قامي سرود غږوي٬ بلوچيان د نورو نه زيات او ښه پاكستانيان دي ۔د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وز??ر ووئيل پاكستان او چين كله هم نه دي وئيلي دي چې سي پيك منصوبه يوازې د چين او پاكستان لپاره ده ٬ منصوبې څخه به ټولې نړۍ ته ګټه وشي ٬ كه چين څخه په لږ وخت او كمه بيعه نړۍ ته څيزونه رسي نو دې سره به نړۍ ته ګټه ورسي ٬ د نړۍ خام مال او نور څيزونه به د پاكستان د لارې چين ته ځي ٬ پاكستان كښې به هم صنعتي حب جوړېږي ٬د توان منصوبې به جوړولې شي۔ ده ووئيل كه هند د سي پېك منصوبې مخالفت كوي نو د ټولې نړۍ مخالفت كوي او داسې به هند خپله نړۍ كښې يوازې شي۔ د رائيونډ مارچ پحقله د پوښتنې په ځواب كښې پروېز رشيد ووئيل تحريك انصاف به په 30 ستمبر مېله كوي او اكتوبر كښې به خالې مېدان وي عمران خان د کراچۍ ، پېښور پشمول د هر ځائ خل?? بې ځايه رائيونډ ته راجمع كوي خو د دې برعكس وزیر اعظم محمد نواز شریف پاکستان خنجراب ګوادر تړلو له هڅې كوي۔ د اطلاعاتو وز??ر ووئيل نواز شریف د هېواد پرمختګ لپاره هڅې كوي خو عمران خان د کراچۍ ، پېښور پشمول د هر ځائ خل?? بې ځايه رائيونډ ته راجمع كوي۔ ده ووئيل انشا?? اللہ د پاکستان د پرمختګ مزل به روان وي۔ ده ووئيل د عمران خان د درې نيمو كالو سياست مو په صبر او زغم برداشت كړے ٬عمران خان د سیاست بېړه غرقول او خپل ګوند تباه كوي۔ ده ووئيل مون?? په صبر او زغم سره د ھغه غلط سياست زغمو۔ ده ووئيل د كال 2018 په ټولټاكنو كښې به اولس ته خپل كاركردګي ښايو او د عمران د 5 كالو سياست به هم اولس ته په ګوته كوٶ۔ ده ووئيل اوس به د عمران خان د خبرو ځواب محمد نواز شریف نه وركوي٬ مسلم لیګ (ن) دې لپاره د ځوانانو جونيئر ډله جوړه كړې كومه چې عمران خان له پوره ده۔ دې سره سره يو نجي ټي وي سره خپلو خبرو كښې وفاقي وز??ر ووئيل هند د جنګ دهړكې او بې بمسټه تورونه لګوي خو د جنګ متحمل نشي كېدې٬ هند د جنګ ماحول پېدا كولو سره نړۍ غولوي خو اوس ھغوي څخه د دهوكې سياست نه سنبهالېږي۔
ظالم په نړۍ كښې تل له يوازې وي٬ د يواځي والي څخه بچ كېدو لپاره به هند له په كشميريانو ظلمونه بندول وي
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل