پاکستان د سوئيلي كوريا صنعت، په كوچنۍ كچه د صنعتونو ودې٬ آئي ټي او د مصنوعي ذهانت په څانګو كښې تجربې څخه استفاده كول غواړي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د سوئيلي كوريا سفير سره په ملاقات كښې خبرې


APP22-130524 ISLAMABAD: May 13 - Ambassador of the Republic of Korea H.E. Park Ki Jun called on Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif. APP/MAF/TZD

اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د پاكستان او سوئيلي كوريا ترمېنځه په خاص توګه د تجارت او سرمايه كارۍ په څانګه كښې ژورې رابطې دي، پاکستان د سوئيلي كوريا صنعت، په كوچنۍ كچه د صنعتونو ودې٬ آئي ټي او د مصنوعي ذهانت په څانګو كښې تجربې څخه استفاده كول غواړي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم دا خبره د سوئيلي كوريا سفير پارك كي جون سره كړې چا چې دوي سره په وزيراعظم هاٶس كښې ليدلي۔ په دې موقع سفير د سوئيلي كوريا مشرانو لخوا په دوېم ځل په وزيراعظم جوړېدو شبهاز شريف له مباركي هم وركړه۔ شهباز شريف د سوئيلي كوريا قيادت لخوا د مباركۍ په پېغام د دوي مننه كولو سره دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره په ګډه كار كولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان او سوئيلي كوريا ترمېنځه اړيكې په خاص توګه د تجارت او د سرمايه کارۍ په څانګه كښې ژورې دي۔ دواړو د كال 1960 پېل راهسې اقتصادي پرمختګ لپاره مرسته پېل كړې۔ وزيراعظم د سوئيلي كوريا په معيشت كښې د جديد ټېكنالوجۍ د لارې د ځانګړي بدلون ستائنه وكړه۔ ده زياته كړه چې پاکستان د سوئيلي كوريا صنعت، په كوچنۍ كچه د صنعتونو ودې٬ آئي ټي او د مصنوعي ذهانت په څانګو كښې تجربې څخه استفاده كول غواړي۔ وزيراعظم د کوريا د بشري وسائلو ضرورتونه ترسره كولو لپاره پاکستان څخه د هنر مند افرادي قوت په برامد كولو كښې د اضافې وړاندېز او د دسيئول او اسلام آباد ترمېنځه د تجارتي پلاويو د تبادلې تجويز هم وړاندې كړو۔ په دې لړ كښې وزيراعظم ووئيل زه به د كابينې اړوند وزيرانو ته د كوريا د كمپنو لخوا موجوده سرمايه كارۍ سره سره نوې موقعې لټولو لپاره كوريا سره د همكارۍ پېدا كولو امر كوم۔ وزيراعظم صدر يون سك يول ته د پاکستان د سركاري دورې بلنه هم وركړه۔ د سوئيلي كوريا سفير د وزيراعظم مننه وكړه او د کوريا حکومت پاکستان سره د شريكې خوښې په يو شمېر څانګو كښې په خاص توګه تجارت٬ سرمايه کارۍ، آئي ټي، كلتور، سېلګرۍ او په اولسې رابطو كښې مرسته زياتولو كښې يۍ خپله خوښي ښكاره كړه