اسلام آباد۔15مارچ(اے پی پی) د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير اورنګزېب وئيلي دي چې د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه پخوانۍ دوه اړخيزه پرمختيائي همكاري روانه ده٬ پاكستان اروپائي ائتلاف سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د اروپائي ائتلاف سفير رینا کیونکا سره ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ملاقات كښې خپلو خبرو كښې د خزانې وفاقي وزير په سېلاب ځپليو سيمو كښې اروپائي ائتلاف لخوا په روانه مرسته د سفير مننه وكړه۔ د اروپائي ائتلاف سفير د خزانې وزارت منصب په سنبالولو و فاقي وزير ته مباركي وركړه او نوي حكومت سره يۍ د كار روانو ساتلو كښې خپله خوښي ښكاره كړه۔ د خزانې وفاقي وزير د اروپائي ائتلاف سفير د موجوده حكومت مهمو ترجيحي اصلاحاتو څخه خبر كړو۔ د اروپائي ائتلاف سفير د حكومت اقتصادي ايجنډې تائيد وكړو او په دې لړ كښې يۍ د اروپائي ائتلاف لخوا د مرستې روانې ساتلو باور وركړو۔
د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه پخوانۍ دوه اړخيزه پرمختيائي همكاري روانه ده٬ د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب د اروپائي ائتلاف سفير سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا