اسلام آباد۔18فروری(اے پی پی) الېکشن کمېشن خېبر پښتونخوا څخه د قومي اسمبلۍ د 36 ټاكلې شويو كانديدانو نوټيفكېشن جاري كړے دے۔ اي سي پي په جاري كړي شوي خپل نوټيفكېشن كښې قومي اسمبلۍ ته بېرته راتلونكو كانديدانو ته وئيلي دي چې هغوي په راروانو درې ورځو كښې دننه د خپلې خوښې سياسي ګوند سره الحاق وكړي۔ د الېكشن كمېشن له مخې په ټاكنو كښې كامياب شويو كښې اېن اے 4 اپر دیر څخه صبغت الله ، اېن اے 10 بونیر څخه ګوهر علی خان او اېن اے 18 هری پور څخه عمر ایوب شامل دے۔ په نوټیفکیشن كښې اېن اے 19 صوابۍ څخه د اسد قېصر او اېن اے 30 پېښور څخه د شاندانه ګلزار د كاميابۍ تصديق وكړے شو۔ د نوټيفكېشن له مخې اېن اے 35 كوهاټ څخه شهریار آفریدې او اېن اے 41 لکی مروت څخه شیر افضل مروت كاميابي ترلاسه كړه۔ دغسې په نوټيفكېشن كښې په كے پي كے كښې د پي اېم اېل اېن ٬ پي پي پي او د اېم ډبلیو اېم د يو يو غړي د كاميابۍ په اړه وئيلې شوي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په خېبر پښتونخوا صوبه كښې د قومي اسمبلۍ مجموعي نشستونه 45 دي په كومو كښې چې مېرمنو لپاره 10 مخصوص نشستونه هم شامل دي۔
الیکشن کمیشن خیبر پښتونخوا څخه د قومي اسمبلۍ د 36 ټاكلې شويو كانديدانو نوټيفكيشن جاري كړو
مضمون کا ماخذ : números quina hoje