اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي)د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې شېري رحمٰن وئيلي دي د ماحولياتي بدلون پحقله به مهم ترجيحات په ګوته كول وي٬ دا معامله په سنجيدګۍ سره ټاسك فورس ته اړتيا لري۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې دې ووئېيل وزيراعظم شهباز شريف سره د هيټ ويو پحقله غونډه شوې ٬ زما د اړوند وزارت چارواكو او د صوبو چيف سېكترانو سره هم خبره شوې۔ دې ووئيل د بارانونو باوجود به د ماحولياتي بدلون په اوبو او خوراك سخت اثر پريوځي، پاکستان د ماحولياتي بدلون خطر سره مخ په لسو هېوادونو كښې شامل دے۔ وفاقي وزيرې شېري رحمن ووئيل معامله په سنجيدګۍ سره سره ټاسك فورس جوړولو ته اړتيا لري
مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری