اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم او??نګزېب وئيلي دي چې د پاكستان وړومبۍ ميوزك پاليسي مسوده تياره كړې شوې ده چې ورسره به د مراعات او سهولتونو د لارې ميوزك انډسټري نوې ژوند ومومي، پائرېسي او د کاپي رائټس پشمول ميوزك انډسټرۍ ته پېښې مسئلې به حل شي٬ موسيقي د پاکستان بشپړه او تاريخي ورثه د?? كومه چې د صوفيا کرامو د شاعرۍ، پخواني او او??نۍ موسيقۍ ځانګړې مجموعه ده۔ د ګل په ورځ خپل بيان كښې وفاقي وزيرې ووئيل چې پبلك پرفارمنس، پروډکشن، ډسټري بيوشن، ايډيپټيشن، ډيوريشن، مکينيکل او کميونيکيشن رائټس په قانوني ډھانچه كښې شاملولې كېږي،دې اقداماتو سره به د يوزرز اينډ لائنسز مسئله هم حل شي چې ورسره به ميوزك انډسټري ود?? وكړي۔ دې ووئيل چې د موناپلائزيشن خاتمې سره سره به د ميوزك وركرز د بنيادي قانوني حقونو تحفظ ??ول?? شي٬ د کاپي رائټ پشمول ميوزك سټيک هولډرز ته رامخې ته مسئلې به حل شي۔ د اطلاعاتو وزيرې ووئيل د ميوزك تيارٶنكو٬ سندرغاړو٬ ليكو??لو او د دهن جوړٶنكو د قانوني حقونو تحفظ به باوري ??ول?? شي او د ميوزك د خرڅ٬ د دې د نقل جوړولو او د ميوزك غلا كولو سره اړوندې د اوږدې مودې مسئلې به هم حل شي۔ دې ووئيل ميوزك پاليسي ګاٶنډي هېوادونو كښې د رائج قوانينو او د نړيو??لو معيار له مخې جوړه كړې شوې ده، زړې موسيقۍ څخه خوند اخستلو له خاص اقدامات هم په پاليسۍ كښې شامل دي۔ دې ووئيل ځائي او فوك ميوزك٬ سيمه ايزو ژبو كښې موسيقۍ لپاره هم اقدامات د پاليسۍ برخه ده۔ وفاقي وزيرې ووئيل٬ سندرغاړو، لوك فنکارانو او ځائي او سيمه ايزې موسيقۍ ته به وده ور??ول?? شي ٬ د دې پاليسۍ د لارې به د پاكستان د موسيقۍ د عظيم ورثې تحفظ او دې ته وده وركولو لپاره اقدامات ??ول?? شي۔ دې ووئيل موسيقي په پاكستانۍ ټولنه كښې له پخوا څخه راروانه ده۔ دې ووئيل د كال 1970 نه پس تر او??ه د ميوزك په څانګه كښې قانوني، انتظامي يا پاليسي ليول كومه تبديلي نه ده شوې۔ دې ووئيل د کاپي رائټ د اهميت نه به اولس خبرول وي دغسې چې معياري ميوزك جوړ كړې شي او اولس ته ورسي، د ملكيت حقوق او د ميوزك غلا څخه پاكستان او ميوزك انډسټرۍ ته زيان رسي
د وفاقي وزيرې لخوا ميوزك انډسټرۍ لپاره لويې زېرې٬ د ميوزك پاليسۍ مسوده تياره شوه ٬ مراعاتو او سهولتونو سره به ميوزك انډسټري نوې ژوند ومومي، موسيقي د پاکستان بشپړه او تاريخي ورثه ده۔ وفاقې وزيره٬ مريم اورنګزېب
Fruit Candy Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات