اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي) د مسلم لیګ (ن) او اتحادی ګوندونو امیدوار محمد شهباز شریف او د سنی اتحاد کونسل امیدوار عمر ایوب خان د وزارت عظمیٰ لپاره د نامزدګۍ كاغذونه جمع کړې دي۔د خالي په ورځ د قامی اسمبلغ سیکرټریټ میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې محمد شهباز شریف لپاره 7 دغسې د عمر ایوب لپاره 4 د نامزدګۍ كاغذونه جمع کړې شوي۔د محمد شهباز شریف د نامزدګۍ كاغذونه جمع کونكو كښې د قامی اسمبلۍ غړي خواجه آصف، سید خورشید شاه، احسن اقبال، سردار محمد یوسف،عطا تارړ، عون چوهدری، طارق بشیر چیمه، حنیف عباسی، رانا تنویر، رومینه خورشید عالم شیزه فاطمه خواجه شامل وو۔په دې موقع سینټر اسحاق ډار هم موجود ؤ۔ د عمر ایوب د نامزدګۍ كاغذونه جمع کونكو كښې د قامي اسمبلۍ پخوانې اسپیکر اسد قیصر، ملك محمد عامر ډوګر ، علی محمد، بیریسټر ګوهر خان شامل وو۔د وزارت عظمیٰ د نامزدګۍ كاغذونه سیکرټری جنرل قامی اسمبلۍ طاهر حسین ترلاسه كړي۔په دې موقع د قامی اسمبلۍ د قانون سازۍ اسپیشل سیکرټری محمد مشتاق او اسپیشل سیکرټری سید شمعون هاشمی هم موجود وو۔
شهباز شریف ، عمر ایوب خان د وزارت عظمیٰ لپاره د نامزدګۍ كاغذونه جمع كړې
مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania