قامی ميرمنو کنفرنس به په 4 مارچ نېشنل لائبریری اسلام آباد كښې كېږي


اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي) د ميرمنو قامی کمېشن (این سی ایس ډبلیو) او پاکستان پاورټی ایلیوی ایشن فنډ ( پی پی اے ایف) په اشتراك سره قامی ميرمنو کنفرنس به په 4 مارچ نېشنل لائبریری اسلام آباد كښې كېږي۔ د این سی ایس ډبلیو چیئر پرسن نیلو فر بختیار به د کنفرنس خصوصی ميلمنه وي دغسې د پی پی اے ایف چیف ایګزیکټو آفیسر نادر ګل بریچ به قامی معیشت كښې کردار ترسره كولو لپاره د ميرمنو خپلواكه كولو كښې د سول سوسائټۍ ، سرکاری او نجی څانګې ترمينځه د مرستې په اهميت رڼا اوچوي۔په دې کنفرنس كښې به حکومتی ، نړيوال پوهان ، پرمختيائي څانګه ، سول سوسائټۍ تنظیمونه ، ځوانان او تعليم پوهان ګډون كوي۔