په نړۍ كښې پاكستان د موسمياتي خطرو تر ټولو زيات ښكار شوے پنځم هېواد دےبايد ٬ټول قام د شجركارۍ په كمپائن كښې برخه واخلي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف دستورې ته وينا


اسلام آباد 15مارچ (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف هېواد د ماحولياتي خطرو څخه ساتلو لپاره ټول قام ته د شجركارۍ كمپائن كښې بشپړه برخې اغستو خواست كولو سره وئېلي دي پاكستان په نړۍ كښې د موسمياتي خطرو تر ټولو زيات ښكار شوے پنځم هېواد دے٬د موسمياتي بدلون خطرو مخ نيوي لپاره خبرتيا ضروري ده٬په هېواد كښې د ځنګلات زمكه يواځې 5 فيصد ده٬سږ كال به د بوټو نالولو هدف يو په دوه كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په وزيراعظم هاؤس كښې د سپړلي موسم ټول هېواد كښې د شجركارۍ كمپائن پیل كولو دستورې ته په خپله وينا كښې وكړه۔په دې موقع د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزير مملكت شزه فاطمه خواجه هم موجود وه۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئېل ما د بوټې پخه نال كولو په ټول هېواد كښې د سپړلي موسم شجركاري پېل كړی٬زمونږ تېر حكومت په ټول هېواد كښې د بوټو نالولو چې كوم هدف مقرر كړے و٬ سږ كال به د نالوونكو بوټو شمېره يو په دوه كولې شي ۔د هغه وينا وه چې د هېواد مجموعي رقبې په لحاظ سره د ځنګلات تناسب يواځې 5 فيصده دے ٬د نړيوال ماحولياتي رسك انډيكس رپورټ له مخې پاكستان د موسمياتي خطرو تر ټولو زيات ښكار شوے د نړۍ كښې پنځم هېواد دے۔ده ووئيل د كال 1999 څخه 2018 په مهال د موسمياتي بدلونونو له امله 10 زره قيمتي ځانونه ضائع شوي او زمونږ معيشت ته په اربونو ډالرو زيان رسېدلے ٬ځكه په تعليمي ادارو كښې هم د دې خطرو خبرتيا وركول ضروري ده او د شجركارۍ كمپائن په ټول هېواد كښې د خپرولو لپاره ټولې هڅې كول پكار دي۔وزيراعظم ووئيل ټول قام له پكار دي چې هېواد د ماحولياتي خطرو څخه ساتلو او صحت مند ماحولو لپاره د شجركارۍ په كمپائن كښې برخه واخلي دغسې چې پاكستان د هر ډول ماحولياتي خيرنتيا او ماحولياتي خطرو څخه محفوظ پاتې شي۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم پي اېم هاؤس كښې د بوټې په نالولو د سپرلي موسم په ټول هېواد كښې د شجركارۍ كمپائن پېل كړو ۔د يادونې وړ ده سږ كال 2024 كښې د سپرلي موسم شجركارۍ كمپائن په مهال به په ټول هېواد كښې په مجموعي توګه 5 كروړه 43 لكه 80 زره بوټي نالولې شي٬په كال 2023 پشكال شجركارۍ كمپائن كښې 4 كروړه 90 لكه څخه زيات بوټي نال كړے شوي وو۔د سپرلي موسم شجركارۍ كمپائن په لړ كښې په پنجاب كښې 1 كروړ 41 لكه٬ سندھ كښې 1 كروړ 17 لكه 20 زره ٬ خېبرپښتونخوا كښې 57 لكه 10 زره٬ بلوچستان كښې 30 لكه٬ آزاد جمو كشمير كښې 1 كروړ 18 لكه 50 زره او ګلګت بلتستان كښې 50 لكه بوټي د نال كولو هدف مقرر كړے شوے ۔پشكال 2023 شجركارۍ كمپائن كښې پنجاب كښې 1 كروړ 46 لكه 20 زره٬ سندھ كښې 1 كروړ 90 لكه٬خېبرپښتونخوا كښې 1 كروړ 6 لكه 80 زره٬بلوجستان كښې 10 لكه 60 زره٬آزاد جمو كشمير كښې 33 لكه او ګلګت بلتستان كښې 3 لكه 60 زره بوټي نال كړے شوي وو

مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت