پرمختګ كونكي هېوادونه پرمختيائي اهداف ترسره كولو كښې د وسائلو كمي سره مخ دي،كوټلي پرمختګ لپاره يو ډول پرمختګ ته اړتيا ده، كوپ ۔28 كښې پاكستان موسمیاتی انصاف ته لېواله دے٬ د نګران وزیر اعظم انوار الحق اېس ډی جیز سمټ ته وينا


نیویارك 20 ستمبر(اے پي پي) نګران وزیراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې پرمختګ كونكي هېوادونه پرمختيائي اهداف ترسره كولو كښې د وسائلو كمي سره مخ دي، كوټلي پرمختګ لپاره يو ډول پرمختګ ته اړتيا ده، كوپ ۔28 كښې پاكستان موسمیاتی انصاف ته لېواله دے٬ د كووډ۔19 وبا ، موسمیاتی بدلون او د شخړو په شمول يو شمېر بحرانونو د پرمختګ كونكو هېوادونو معیشت زيات زيانمن كړے دے ٬ پاكستان په كوپ ۔28 كښې د موسمیاتی انصاف او په خاص توګه د 100 اربه ډالر كلائمیټ فنډز په اعلان عملدرآمد ته ته سترګې په لاره دے۔ ده په نیویارك كښې د فنانس او سرمایه كارۍ متحرك كولو او اېس ډی جیز ترلاسه كولو سره په اړوند ډائیلاګ 6 كښې د خيالاتو څرګندونه كوله۔ د ترلاسه شوې پرېس ریلز له مخې نګران وزیراعظم وسائلو او سرمایه كارۍ سره اړوند اېس ډی جیز سمټ لیډرز ډائیلاګ كښې ګډون كړې۔ 18 نه تر 19 ستمبر كيدونكې ایس ډی جیز كنفرنس د كال 2030 ایجنډې او تل پاتې اهدافو ترلاسه كولو له هڅي په ګوته كوي۔ وزیراعظم د خپلو خيالاتو څرګندونې سره په دې خبره رڼا واچوله چې د ایجنډې 2030 خپلولو 8 كاله پس د اېس ډی جی په اهداف ترلاسه كولو يواځې 12 فیصد پیش رفت شوې۔ معاشی ستونزې د كوټلي پرمختګ هدفونو ترلاسه كولو كښې تر ټولو لوے خنډ دے۔ تلپاتي پرمخيائي هدفونه ترلاسه كولو لپاره به پرمختګ كونكو هېوادونو له وسائل وركول وي۔ د كووډ۔19 وبا ، موسمیاتی بدلون او د نورو شخړو په څير بحرانونو د پرمختګ كونكو هېوادونو معیشت زيات زيانمن كړے دے۔ په بې وزلۍ او غذائی عدم تحفظ كښې د دې شخړو د لاسه زياتوالې رامخې ته شوې دې بلكې په دې كښې په اخلاقي توګه د دېواليه شوې نړيوالې مالياتي اډانې له امله زياته اضافه شوې ده۔ وزیراعظم په دې خبرو زور راوړلو سره ووئيل چې په راتلونكې كوپ ۔28 كښې پاكستان موسمیاتی انصاف ته سترګې په لاره دے په كوم كښې چې په موسمیاتی فنانس كښې هر كال 100 اربه ډالره څخه زيات رقم وركولو لوظ پالل د دې نيمه برخه موسمياتي موافقت لپاره بېلول او د زيانونو لپاره د فنډز په فوري توګه پېل كول شامل دي۔ وزیراعظم د اېس ډی جیز مشرانو غونډې په اعلامیه كښې د پاكستان او نورو پرمختګ كونكو هېوادونو د اړخه وړاندې كړې شوي ډيرو وړاندېزونو د شاملولو هركلے وكړو ، په دې كښې د ګڼ اړخيزه پرمختيائي بینكونو زر تر زره سرمایه كاری كول، د خصوصی ډرائینګ رائټ بيا چېنلنګ او د نړيوال مالیاتی فن تعمیر پرمختګ او اصلاحات شامل دي۔ وزیراعظم په دې لوظنامو زر تر زره عملدرآمد باوري كولو لپاره د جنرل اسمبلۍ وركنګ ګروپ جوړولو وړاندېز وركړو