د ملګرو ملتونو 78مې جنرل اسمبلۍ غونډې مقررینو شیډول جاری کړې شو، نګراں وزیراعظم انوار الحق کاکړ به په 22 ستمبر خطاب کوي


نیویارك 18ستمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو د ملګرو ملتونو 78مې جنرل اسمبلۍ غونډې د مقررینو شیډول جاری کړې دې۔ جنرل ډیبیټ به د نهې په ورځ په 19 ستمبر سهار 9 بجے د ملګرو ملتونو سیکرټری جنرل انتونیو ګوټیرس خطاب سره پېل كېږي۔د خارجه دفتر له مخې نګراں وزیراعظم پاکستان انوار الحق کاکړ به په 22 ستمبر د جمعې په ورځ د جنرل اسمبلۍ غوندې ته وينا كوي۔ تفصیلاتو له مخې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ صدر ډینس فرانسس به د جنرل اسمبلۍ غوندې صدارت کوي۔پخواني روایت له مخې د ملګرو ملتونو 78مې جنرل اسمبلۍ ته به وړومبې خطاب د برازیل نمائنده كوي دغسې د ملګرو ملتونو كوربه هېواد په توګه دويم خطاب به د امریکې نمائنده كوي