سركاری كاروباری ادارو نجكاری او هغه ګټه وري جوړولو لپاره د پوهي پالیسۍ د اقدامات سلسله روانه ده۔شمشاد اختر


اسلام آباد 21ستمبر (اے پي پي) د خزاني نګران وفاقی وزیري شمشاد اختر وئيلي دي چې سركاری كاروباری ادارو نجكاری او هغه ګټه وري جوړولو لپاره د پوهي پالیسۍ د اقدامات سلسله روانه ده، د ټولو شراكت دارو په مشاورت سره د پالیسۍ جوړولو عمل مخ په وړاندې روان دې، ایس اوایز په اړه مجوزه پالیسۍ كښې د بورډ د غړو به آزادانه تقرري كولې شي، بورډ غړو له به د خپلي چوكۍ مودي لپاره امنيت وركولې شي، سی ای او تعیناتی مهمه ده، په دې به نظرثانی كولې شي، حكومتی ملكیتی ادارو كښې به هيڅ ډول مداخلت نه شي كولې، د هغه ادارو به تنظیم نو كولې شي۔د زيارت په ورځ میډیا ته بریفنګ وركولو سره دې ووئيل سركاری كاروباری اداري د هېواد په پرمختګ كښې مهم او تاریخی كردار لري،دا مهال مالیاتی ایس اوایز شميره 18 ، انډسټرئیل اینډ ایسټیټ ډولپمنټ اینډ منیجمنټ 4 ، بنیادی ډھانچه ، ټرانسپورټ او آئی ټی سی كښې 12، مینوفیچرنګ، كان كنی او انجنئیرنګ 14، تیل او ګاز 8، پاور 20 او ټریډنګ او ماركیټینګ څانګه كښې 4 اېس اوایز دي۔مالی كال 2019 كښې ټول ایس اوایز مجموعی محاصل حجم تقریباً 4 ټریلینه روپۍ دغسې د هغې د اثاثه جات بك ویلیو19 ټریلینه روپۍ وه۔دا اېس اوایز 4 لكهه 50 زره ملازمانو له روزګار وركوي۔دې ووئيل دا هم حقیقت دې چې د وخت سره سره اېس اوایز كارګردګي كمه شوې۔ كال 2019 كښې كمرشل اېس ای ایز خساره 143 اربه روپۍ وه ، 2020 كښې د حكومتی ملكیتی ادارو زيان 500 اربه روپۍ د كال ته رسيدلې وه۔دې ووئيل د معیشت بحالۍ لپاره د اقداماتو سلسله روانه ده او د ګټه وره كمپنیو ډاډګيرنه كېږي۔اېس اوایز په اړھ پالیسی ډھانچه او ډیزائن جوړ شوې دې،په دې لړ كښې ټولو اړوندو شراكت دارو په مشاورت او معاونت سره پالیسی جوړيږي، د مالیاتی زيان ازالے لپاره د خزانې وزارت مرسته كوي۔حكومت د ځينې اېس اوایز ښه كولو هڅه كړې ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د سټریټجكي نوعیت ادارو ملكیت به د حكومت سره وي دغسې د نورو ادارو به پرله پسې په سپيځلې ډول نجكاری كولې شي