لنډ مهاله وفاقي وزير سميع سعيد سره د نړيوال بانك كنټري ډائرېكټر ملاقات


اسلام آباد 18ستمبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقداماتو لنډ مهاله وفاقي وزير محمد سميع سعيد سره د نړيوال بانك كنټري ډائرېكټر ناجي بن هاسين د ګل په ورځ ملاقات كړې۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ لنډ مهاله وفاقي وزير ووئيل چې نړيوال بانك د پاكستان په لويې پرمختيائي همكارانو كښې يو مهم همكار دے د كوم پرله پسې مرستې ته چې پاكستان د قدر په سترګه ګوري كومه چې د پاكستان په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار ادا كوي۔ ده په هېواد كښې روانې پرمختيائي پروژې او په خاص توګه سېلاب ځپليو سيمو لپاره د نړيوال بانك پرله پسې ملاتړ او عزم وستائېلو۔ سميع سعيد د هېواد اقتصادي پرمختګ بحالۍ لپاره د حكومت د هڅو پخلي كولو سره ووئيل چې موجوده حكومت د پاكستان معيشت په تلپاتې لاره روانولو لپاره بشپړه خواري كوي٬ په سېلاب ځپليو سيمو په خاص توګه سندھ او بلوچستان كښې كلائميټ ريزيلئنټ انفراسټركچر په نظر كښې نيولو سره پرمختيائي پروژې روانې دي۔د يادونې وړ ده چې تېر كال د هېواد په ګڼو برخو كښې د طوفاني بارانونو او سېلاب له امله پاكستان تباهۍ سره مخ شوې وو٬ 33 ملين كسان ځپلې شوي او 30 ارب ډالر معاشي زيان شوې وو چې په نتيجه كښې يې حكومت د “آر اېف فور”فريم ورك تيار كړو۔ په ملاقات كښې ناجي بن هاسين د منصوبه بندۍ وزارت سهولت كاري او فعاله كردار وستائېلو۔ ده د عبوري حكومت په پرمختيائي پالېسۍ د باور څرګندونه وكړه او ده ته يۍ په سباؤن كښې يۍ هم د روزګار٬اوبو٬كركيلې او د توان په شمول د پرمختګ په يو شمېر برخو كښې د مرستې جاري ساتلو باور وركړو۔