د قومي اسمبلۍ سپيكر د عاصم جيلاني د پلار په مړينه خواشيني اوښودله


اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر او پخواني وزيراعظم راجه پروېز اشرف د جهان پاكستان ورځپاڼې چيف رپورټر او د نېشنل پرېس كلب د ګورننګ باډي پخواني غړي عاصم جېلاني د پلار په مړينه خواشيني ښودلې ده۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده عاصم جېلاني سره د پلار په مړينه خواخوږي ښكاره كولو سره وئيلي مونږ په دې سخت وخت كښې د غم جنې كورنۍ په غم كښې يو برابر شريك يؤ۔ سپيكر ارواښاد لپاره د لوړو درجو او غمجنې كورنۍ له د زغم او صبر دعا وكړه۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات