پنډۍ ۔17ستمبر(اے پی پی) په سوات كښې د امنيتي ځواكونو انټېلېجنس بېسډ آپرېشن ، د پخواني تحريك طالبان مېرمنو ته د كوړې وركوؤنكې ډلې ترهګر ووژلے شو۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوې اعلاميې لمخې د ترلاسه شوي خفيه اطلاعاتو په بنياد پاك پوځ او سی ټی ډی په فضا ګټ، سوات كښې کامیاب انټیلیجنس بېسډ آپرېشن وكړو۔ د آپرېشن په مهال د پخواني تحريك طالبان سوات كمانډر نېك محمد ووژلے شو۔ کمانډر د عسکریت خوښۍ بام ته رسېدلې دور كښې سوات كښې د امنيتي ځواكونو په ضد په ګڼ شمېر ترهګرو فعاليتونو كښې ككړ وو۔ د روان كال جون مياشت كښې ده خپلو نورو ملګرو سره په ګډه مېنګورہ سبزی منډۍ ته نزدې دوه پولیس کانسټېبلز بے دردۍ سره په نښه كړي وو۔ ده د سوات امن ته زيان رسولو له د ځان مرګي بريد او د آئي اي ډي د لارې د ډی پی او سوات په نښه كولو منصوبه هم جوړه كړه۔ ياده دې وي چې پاك پوځ او نورې قانون نافذ كوؤنكې ادارې په سوات وادۍ كښې ترهګرۍ كښې د ككړ كوم وګړي يا تنظيم نوغې ويستلو له متحرك دي۔
په سوات كښې د امنيتي ځواكونو انټيلېجنس بيسډ آپرېشن ، د پخواني تحريك طالبان ميرمنو ته د كوړې وركوؤنكې ډلې ترهګر ووژلے شو
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری