امريکا كښې د پاکستان سفير غزه كښې د جنګ بندۍ او محصور فلسطينيانو لپاره د مرستې غوښتنه وكړه


واشنګټن27 مئي (اے پي پي) امريکا كښې د پاکستان سفير مسعود خان غزه كښې د سمدستي جنګ بندۍ او په غزه كښې موجودو فلسطينيانو لپاره په سمدستي توګه د مرستې زياتولو غوښتنه كړې۔ د امريکې د مېري لېنډ رياست په بالټي مور ښار كښې په امريکا كښې د مېشته مسلمانانو تنظيمونو آئي سي اېن اے او د اېم اے اېس تر سيوري لاندې كنونش ته خپلې وېنا كښې ده په امريكا زور رواړو چې ھغوي د مېنځني ختيز بحران خاتمې لپاره د دوه رياستي حل نفاذ باوري كولو د هلو ځلو مشري وكړي٬په درې ورځني كلن كنونشن كښې په امريكا او د نړۍ په نورو برخو كښې د زرګونو په شمېر شخصياتو ګډون كولو۔ سفير مسعود خان د انصاف نړيوال عدالت كښې د اسرائيل په ضد د نسل كشۍ مقدمې په صورت كښې د بشري حقونو د نړيوال قانون پالنې لپاره په هلو ځلو د سوئيلي افريقې حكومت ته پېرزوئنې هم وړاندې كړې۔ په دې موقع د سوئيلي افريقې نمائنده ته خاص اېوارډ هم وركرے شو ۔