پيرس 23جون(اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف او د چين وزيراعظم لي كي چيانګ ترمينځه د جمعې په ورځ د نړيوالې مالياتي لوظ نامې غونډې په موقع ملاقات وشو٬په ملاقات كښې دوه اړخيزه اړيكو او د شريكو ګټو ترلاسه كولو لپاره په ګډه كار روان ساتلو له د عزم پخلې وكړے شو۔ دا خبره دې ياده وي چې سږ كال مارچ كښې د وزيراعظمۍ چوكۍ سنبهالولو نه پس وزيراعظم لي كي چيانګ سره د وزيراعظم شهباز شريف دا وړومبې ملاقات وو۔ ملاقات په ښه چاپیرچل كښې وشو۔ د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د سي پېك پشمول د دوه اړخيزه اړيكو او معاشي مرستې په اړه خبرې اترې وكړې۔ وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان جغرافيائي سلامتيا٬خپلواكۍ او سماجي پرمختګ لپاره په پرله پسې مرسته كولو د چين مننه وكړه۔ وزيراعظم لي كي چيانګ ته ووئيل پاكستان او چين يو بل سره قوي اړيكې لري۔ده ووئيل د چين په اړه سفارتكارۍ ته خاص درجه وركوو۔ د چين وزيراعظم ووئيل چين به د پاكستان د ګټو تحفظ٬معاشي پرمختګ او د اولس څوكالۍ لپاره خپلې هڅې روانې ساتي۔وزيراعظم شهباز شريف او وزيراعظم لي كي چيانګ د پاكستان او چين ترمينځه د اعلٰی كچې رابطو رفتار په ځاې ساتلو ته سلا شول۔وزيراعظم شهباز شريف د چين خپل هم څنګ له د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله كړه
د شهباز شريف او لي كي چيانګ دوه اړخيزه اړيكو او د شريكو ګټو ترلاسه كولو لپاره په ګډه كار روان ساتلو له د عزم پخلې
مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ