ټولې طبقې دې د سپكاوي موادو په مخنيوي كښې كردار ولوبوي٬ د دا ډول موادو مخنيوي لپاره دې قانوني ذريعې وكارولې شي۔ د مذهبي چارو وزارت


اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) د مذهبي چارو او مذهبونو د همغږۍ وزارت د ګستاخانه او ناوړه موادو په اړه د سوشل ميډيا مجرمانه استعمال مخنيوي په اړه د مناسب شعور بېدارولو ضرورت رامخې ته كولو سره په دې خبره زور راوړې دې چې ټولې طبقې په خاص توګه علمائے كرام، استاذان، خبريالان، وکيلان، سوداګر، سياسي او سماجي مشران او ادارې دې په خوږ هېواد كښې د سپكاوي موادو مخنيوي كمپائن كښې خپل ذمه وارانه كردار ولوبوي، د داسې موادو مخنيوي لپاره په هر حالت كښې قانوني لاره خپلولو سره دې د اېف آئي اے د سائبر كرائم په اړوند تهاڼه كښې رپورټ درج كړې شي۔ د مذهبي وزارت چارو وزارت لخوا د جاري تفصيلاتو له مخې شرخوښ عناصرو د تېرو څو كالو راهسې زمونږ د زلمي كول اخلاق٬ كردار او عقيدے تباه كولو لپاره د سوشل ميډيا د لارې يو منظم كمپائن پېل كړې دې٬ زمونږ په ټولنه كښې د سوشل ميډيا د منفي او مضر اثراتو سرايت كول ټول قام لپاره د فكر لمحه ده٬ بے حيائي خو خپله د برداشت وړ نه ده خو اوس معامله تر سپكاوي رسېدلے ده كوم چې ډېر سنګين صورتحال دے٬ د وزارت له مخې په خوږ هېواد كښې په منظم ډول د سوشل ميډيا د لارې د لوي اختر٬ د محمدۖ٬ اهل بېت اطهارؓ٬ امهاالمومنينؓ٬ اصحاب رسولؓ٬ قرآن پاك او د قامي بېرغ سپكاوي كېږي، د مقدس ترين شخصياتو نامې ډېر په توهين آميز ډول شائع كېږي٬ په دې لړ كښې عكسونه او وېډيوز جوړېږي او په خاص اېپس او خاص ګروپس كښې شېئر كېږي ۔ د وزارت له مخئ په دې لړ كښې چې د اېف آئي اے سائبر كرائم په دې جرمونو كښې ككړ تر اوسه كوم كسان نيولي دي په ھغې كښې ډاکټرز، پروفيسرز، انجينيرز، چارټرد اکاؤنټنټ، وکيلان او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكي كسان موجود دي۔ د وزارت له مخې د لاهور هائي كورټ پېنډۍ بېنج كښې اېف آئي اے٬ سرئبر كرائم جمع كړې شوې رپورټ او د ليګل كمېشن تحقيق له مخې پاكستان كښې د څلور لكه نه زيات كسان په سوشل ميډيا كاٶنټ په دا ډول سنګين ګستاخۍ كولو كښې ككړ دي٬ د سوشل ميډيا د لارې بې حيائۍ ته وده وركولې كېږي او د بې حيائۍ د لارې نوې كول د ګستاخۍ دلدل ته وديكه كولې كېږي۔ د وزارت له مخې په ګران هېواد كښې دا مهال د لس كروړه نه زيات كسان سوشل ميډيا كاروي٬ دا برائي څومره په تندۍ سره خپرېږي د دې اندازه د دې خبرې نه كېدې شي چې په كال 2019 كښې څلورو كسانو په ګډه بلاسفېمي ګروپ جوړ كړې٬ په كال 2022 كښې اېف آئي اے سائبر كرائم دغه كسان ونيول نو د دې ګروپ د غړو شمېره كښې ډېره اضافه شوې وه او اوس هم په دې كښې اضافه جاري ده چې بنيادي مقصد ئې په پاكستان كښې فساد كولو سره د امن او امان مسئله پېدا كول دي، دغسې چې په ګران هېواد كښې د پرمختګ پايه ودرولې شي او دا هېواد كورنۍ جګړې پلو بوتللې شي٬ د دې نه علاوه د مذهب او د مذهب منونكو ترمېنځه كركه پېدا كړې شي٬ د يو مذهب يا مسلك سره مطابقت لرونكې نوم سره اكاٶنټ څخه د دې د مخالف مذهب يا مسلك توهين د منظم سازش د لارې كېږي٬ وزارت په دې خبره زور رواړې دې چې په موجوده حالاتو كښې د مور پلار ذمه واري تر ټولو زياته اهمه ده، كوم مور پلار چې ماشومانو ته موبائل٬ لېپ ټاپ او د انټرنېټ سهولت وركوي٬ ھغوي دې په خبره هم نظر وساتي چې د ھغوي ماشومان په سوشل ميډيا څه ګوري٬ چرته داسې ونه شي چې ماشومان په نادانۍ كښې د بې حيائۍ په لاره روان نه شي او فحش وېډيوز نه تېرېدو سره خدائے دې نه كړي تر ګستاخۍ ونه رسي۔ د دې باٶ لاره نيولو لپاره ضروري ده چې كه يو خوا مور پلار د دې حالاتو نه خبر كړې شي نو بلخوا دې ټولنې ته تعليم وركړې شي د دا ډول موادو په هېڅ ډول تشهير ونه شي او د دې مخنيوي لپاره دې په هر صورت كښې د قانون لاره خپله كړې شي دغسې چې په ټولنه كښې د قانون حكمرانۍ سره سره د دې ډول جرائمو مخنيوي وكړې شي٬ د اېف آئي اے سائبر کرائم تر اوسه 140 كسان نيولي دي چې پكښې يوولس كسانو ته تر اوسه ټرائل كورټ د سولۍ كولو سزا اورولې ده٬ د دوه كسانو د مرګ سزا د هائي كورټ نه هم كنفرم شوې دې٬ ګرد هېواد كښې د سائبر كرائم 15 تهاڼې دي چې پكښې بلاسفېمي سېل جوړ كړې شوې دي۔ د مذهبي چارو وزارت اپيل كړې دې چرته چې هم په سوشل ميډيا د ګستاخۍ مواد په نظر راشي نو د اېف آئي اے سائبر كرائم په اړوند تهاڼه كښې رپورټ درج كړئ٬ په دغه ټولو تهاڼو كښې بلاسفيمي سيل فعاله دي او په داسې درخواستونو په سمدستي توګه كاروائي كېږي٬ ګستاخي كوٶنكې تورن چې هر يو اېپ كاروي ٬ په هر وېب پاڼه كه د سپكاوي مواد شيئر كوي يا يو وي پي اېن استعمالوي دې د سائبر كرائم ټېكنالوجۍ د لارې ټرېس كېږي او ګرفتارولو سره د قانون له مخې كاروائي كېږي٬ كه په دې لړ كښې كوم خنډ يا مشكل رامخې ته شي اېف آئي اے له قانوني كاروائي كولو لپاره 111345786-051 نمبر شكايت درج كېدې شي او د ګستاخانه موادو بلاك كولو لپاره پي ټي اے او اېف آئي اے څخه په د https://complaint.pta.gov.pk/[email protected] لنك رابطه كېدې شي۔(gul/gul/1504)

مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria