اسلام آباد 19ستمبر (اے پی پی) د بشري حقونو لنډ مهاله وفاقي وزير خليل جارج سره په پاكستان كښې د ايران سفير رضا اميري مغدام ملاقات كړې۔ په ملاقات كښې د بشري حقونو په څانګه كښې په مرسته زياتولو موافقت وشو۔ د نهې په ورځ د بشري حقونو وزارت لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د بشري حقونو وفاقي وزير د ايران سفير په پاكستان كښې د بشري حقونو په اړه خبرولو سره ووئيل چې د پاكستان ټول اولس د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح د وژن او د پاكستان آئين له مخې په مذهبي٬سياسي٬سماجي او معاشي توګه بشپړه آزاد دې٬په هېواد كښې د بشري حقونو خلاف وزرۍ مخ نيوي لپاره فعاله عدالتي نظام موجود دې۔ده ووئيل چې د پاكستان او ايران رشته پخوانۍ ده٬زمونږ مذهب٬روايات او اقدار يو دي٬پاكستان او ايران تل په سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې۔ د ايران سفير ووئيل چې د بشري حقونو په اړه پاكستان ښه تجربه لري٬د بشري حقونو په اړه به د پاكستان تجربو څخه استفاده كوو۔ لنډ مهاله وفاقي وزير د بشري حقونو د وزارت په دوره كولو د ايراني سفير مننه وكړه او ده ته يې سونئیر وړاندې كړو
وفاقي وزير خليل جارج سره ايراني سفير رضا اميري مغدام وليدل
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی