قومي اسمبلۍ د تحقیر مجلس شوریٰ پارلیمنټ بل 2023 منظوری وركړه


اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) قومي اسمبلۍ د تحقیر مجلس شوریٰ ??ار??یمنټ بل 2023 منظوری وركړې ده چې له مخې يۍ د ??ار??یمنټ د توهین جرم په ثابتېدو به 6 مياشتي سزا یا تر يو كروړ روپۍ جرمانه لګېدلې شي۔ د نهي په ورځ د قواعد او ضوابط قائمه کمېټۍ چیئرمېن رانا محمد قاسم نون د بل په اړه د کمېټۍ رپورټ وړ??ندې كړو۔ رانا محمد قاسم تحریك وړ??ندې كړو چې په تحقیر مجلس شوری ??ار??یمنټ بل دې د قائمه کمېټۍ په رپورټ کړې شوي صورت كښې فوري غور وكړے شي۔ وفاقی وزیر تعلیم رانا تنویر حسین ووئيل ډير وخت څخه د دې بل حاجت ؤ ٬ سرکاری افسران خو د غړو فون هم نه اوري۔بايد د ایوان توقیر په ځايې وساتلې شي۔ ایوان څخه د تحریك منظورېدو نه پس د قامي اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف ايوان څخه د بل د ټولو شقونو منظوری واخسته۔په دې مهال مولانا عبدالاکبر چترالی ووئيل د آئین له مخې سود حرام دې۔ وفاقی شرعی عدالت د سود په ضد پرېكړه كړې۔ حکومتی ب??نکونو د سپریم کورټ څخه خپل اپیلونه بيرته اخستلي دي خو نورو 13 ادارو سپریم کورټ كښې اپیل کړې۔ده ووئيل په دې بل كښې دې دا شق هم شامل كړې شي چې د سود په ضد څوك هم اپيل كوي هغه به د ??ار??یمنټ توهين وي۔ سید نوید قمر او رانا قاسم نون ووئيل مونږ د فاضل غړي مخالفت نه كوو خو دې ل??ار?? يو نوې بل راوړلې كېدې شي۔ د خزاني وزير محمد اسحاق ډار ووئيل دا مهال 21 فیصده بینکنګ اسلامی ب??نکاری كښې بدل شوي۔د سټیټ بینك ګورنر په مشرۍ كښې يوه كمېټي جوړه شوې كه پاك پروردګار ته منظور وي د سود څخه پاك بینکنګ هدف به ترلاسه كړو۔ په بل كښې د تجارت وفاقی وزیر سید نوید قمر ترمیم وړ??ندې كړو كوم چې په بل كښې شامل كړې شو۔ رانا محمد قاسم نون تحریك وړ??ندې كړو چې تحقیر ??ار??یمنټ بل 2023 دې منظور کړې شي۔قامي اسمبلۍ د بل منظوری وركړه۔د بل ترمخه د ??ار??یمنټ تحقیر ثابتيدو نه پس به په پرېكړه د عمل درآمد ذمه واري جوډېشل مجسټریټ سره وي،د دې پرېكړي په ضد به اپیل هم د ایوان شريكه غونډه كښې په 30 ورځو كښې دائر كولې شي۔د اېکټ ترمخه تحقیر ??ار??یمنټ کمېټی به د ایوان حکومتی او په اپوزیشن نمائندګانو مشتمل وي۔د کمېټۍ چیئرمېن كوم هم تن کمېټۍ ته رابللې شي۔ د کمېټۍ د تجاویز په رڼا كښې به د ??ار??یمنټ ایوان ته د جرماني يا سزا تعین کولو اختیار ترلاسه وي۔ د بل منظورېدو مقصد د ??ار??یمنټ وقار او سرلوړي باوري كول دي دغسې چې څوك هم د ??ار??یمنټ د پرېكړو او اقداماتو توهين ونه كړې شي۔