د پاکستان انټرنېشنل کنټينرز ټرمينل آپريشنز لپاره د پاکستان او يو اے اي ترمېنځه د لوظنامې په مسوده مذاكراتو له د كمېټۍ جوړولو پرېكړه


اسلام آباد 19 جون (اے پي پي)د بېن الحکومتي کمرشل ټرانزيکشنز کابينه كمېټۍ د پاکستان انټرنېشنل کنټينرز ټرمينل آپريشنز لپاره د پاکستان او يو اے اي ترمې??ځه د فرېم ورك لوظنامې په مسوده مذاكراتو لپاره د كمېټۍ جوړولو پرېكړه كړې ده۔ په دې لړ كښې د ذكر شوې كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې شوې چې پكښې وفاقي وزيرانو سيد فېصل سبزواري، خرم دستګير خان، سيد نويد قمر، خاص مرستيال طارق پاشا، اټارني جنرل آف پاکستان، د خزانې سېكتر، د سمندري چارو سېكتر٬ د قانون او انصاف سېكتر او نورو افسرانو ګډون كړې۔ کمېټۍ د پاکستان انټرنيشنل کنټينرز ټرمينل د آپريشنز منيجمنټ پحقله د سمرۍ جاج واخستو۔ كمېټۍ د بحث نه پس د بين الحکومتي کمرشل ټرانزيکشنز ا??کټ مجريه 1922 له مخې د پاكستان حكومت او يو اے اي حكومت ترمې??ځه د فرېم ورك لوظنامې په مسوده مذاكراتو لپاره د كمېټۍ جوړولو پرېكړه وكړه۔ كمېټۍ ته ووئيل شول چې د دې لوظنامې نه پس به د دواړو هېوادونو ترمې??ځه د سمندري چارو په څانګه كښې اړيكې لا وده ومومي