اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) سماجي تحفظ او د غربت تخفيف لپاره د وزيراع??م سلاحكار فېصل کريم کنډي ??ئيلي دي چې ګرد هېواد لپاره 25 فيصده اضافې سره د بېنظير انكم سپورټ پروګرام (بي آئي اېس پي) قسط جاري كړے شوے دے، په ډائنامك سروے كښې 21 لكه كسانو خپل ځان رجسټر كړې، د پروګرام سېكتر ته د پېسو نه ترلاسه كېدو د معاملے د انكوائرۍ امر شوېدے۔ د ګل په ورځ د پرېس كنفرنس په م??ال ده ووئيل ګرد هېواد لپاره 25 فيصده اضافې سره د بي آئي اېس پي قسط جاري كړے شوے دے۔ فېصل کريم کنډي ??وئيل په يونان كښې د بېړۍ پېښه كښې ګڼ شمېر پاكستانيان پحق رسېدلې دي٬ پيپلز پارټي غمژنو كورنيو سره په غم كښې برابر ??ريك ده٬ په دې د ككړ كسانو په ضد كاروائۍ لپاره پيپلز پارټي قانون سازي هم كول غواړي۔ ده ووئيل مونږ د الېكشن كمپائن پېل كړې دې٬ ټولو اتحاديانو ته وئيلي شوې دي چې الېكشن پكار دې٬ پيپلز پارټي الېكشن لپاره چمتو ده۔ فېصل کريم کنډي ??ئيلي دي چې د پيپلز ګوند پلاوي وزيراع??م سره ليدلي او د بجټ پحقله تحفظات ئې وړاندې كړې دي، بيا به هم پلاوې وزيراع??م سره م??اقات كوي۔ ده ووئيل مونږ سېلاب ځپلي خپلو كورونو كښې آبادول غواړو، فاټا او پاټا ته په ټېكس كښې رعايت وركړې شوې دې۔ فېصل كريم كنډي ??وئيل چې تنخاګانے او پنشن زياتول خوشبينه دي۔
ګرد هېواد لپاره 25 فيصده اضافې سره د بي آئي اېس پي قسط جاري كړے شو۔ فېصل کريم کنډي
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب