اسرائيلي كاروايۍ جنګي جرمونه دي٬د بنيادي حقونو په غوښتنه فلسطيني وګړي وژلې كېږي۔ د وزيراعظم ټوېټ


اسلام آباد۔06جولائی(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي د?? چې اسرائيل د نړيوالې خاموشۍ څخه حوصله موندلو او د نتيجو پروا كولو نه غېر چې په مقبوضه لويديزه پوله څه هم كوي هغه په عملي توګه جنګي جرمونه دي۔د زيارت په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې ده ووئيل چې جنين كيمپ كښې د اسرائيلي فضا??ي او زمكيزو كاروائيو په نتيجه كښې د 5 كوچنيانو پشمول د 12 فلسطينيانو شهادت نړۍ لپاره شايد يوازې شمېره وي خو دا خلك د غوښې او وينې څخه جوړ شوي انسا??ان دي كوم چې د خپلو بنيادي حقونو په غوښتلو وژلې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې د اسرائيل فضائي بريدونو له امله د زرګونو په شمېر كډوالو كيمپ څخه د پښو ويستلو منظر به په نړيوال ضمير پرله پسې غږ كوي۔