اسلام آباد۔6جولائی(اے پی پی)پاکستان یو ځل بیا په هندي حکومت غږ کړے چې هغه دې ??ه غېر قانوني توګه قبضه كړې شوې جموں وكشمير كښې د وګړو د ما??رائے عدالت وژنو پېښې ختمې كړې او د کشمیریانو په ضد دې د زور بې درېغه كارونې څخه ډډه وکړي۔ د خارجه دفتر وياندې ??متاز زهرا بلوچ د زيارت په ورځ يو پريس بريفنګ كښې ووئيل چې د دې اختر په ورځ هند په مقبوضه جمو او كشمير كښې زمونږ وروڼه او خويندې ??و ځل بيا د اختر په مراسمو كښې د ګډون كولو نه منع كړې۔ دې ??وئيل چې قابض چارواکو د سرينګر په تاريخي جامع مسجد او مركزي عيدګاه کښې د اختر د لمانځه په ادا کولو بنديز ولګولو۔ د جامع مسجد مهتمم او نوموړے كشميري لارښودو واعظ عمر فاروق د كال 2019 اګست مياشتې څخه پرله پسې په كور نظر بند دے او هغه 200 څخه زياتو اونيو نه په جامع مسجد كښې د جمعې خطبه نه شي وركولې۔ وياندې ??وئيل چې مونږ په هندي چارواكو زور راوړو چې هغه مير واعظ فاروق خوشې كړي او په كشميري وګړو لګولې بندېزونه دې ختم كړې شي كوم چې هغوي آزادۍ س??ه په خپل مذهب عمل كولو څخه منع كوي۔ دې ??وئيل د روانې اونۍ په مهال مونږ كشميرې ځوانان لارښود برهان واني هم يادؤ ٬ د كوم 8 م تلين به چې د جولائي په 8 مه نېټه لمانځلې شي۔ برهان والي په هغه سوؤنو كشميري ځوانانو كښې شمېرلے شي كوم چې د هند قابض ځواكونو دلاسه د ما??رائے عدالت قتل هدف جوړ كړې شول۔ دې ??وئيل كشمي??ي اولس ته د تحريك آزادۍ ځايي غږ په توګه د عقيدت پېرزوينې وړاندې ??ولو سره مونږ يو وارې بيا هندي حکومت ته غږ کړے چې هغه په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوې جموں وكشمير كښې د وګړو د ما??رائے عدالت وژنو پېښې ختمې كړې او د کشمیریانو په ضد د زور بې درېغه كارونې څخه ډډه وکړي۔
هند دې په جموں وكشمير كښې د وګړو ماورائے عدالت وژنې ختمې كړې ٬ د کشمیری اولس په ضد دې د زور بې درېغه كارولو څخه ډډه وکړي۔ خارجه دفتر
Golden Pig Online Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ