اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) معيشت او توان لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټر بلال اظهر کياني وئيلي دي چې د پاكستان بهرنۍ قرضې زياتې شوې نه بلكې د مالي كال 2023 په يوولس مياشتو كښې بهرنيو قرضو كښې د 6.3 فيصده شرح سره 5.2 اربه ډالره كمې راغلې دے ۔ د زيارت په ورځ خپل ټويټ كښې د حماد اظهر په ټويټ خپل غبرګون كښې ده ووئيل په جون كال 2022 كښې د پاكستان قرضه 81.9 اربه ډالره وه كوم چې په مئي كال 2023 كښې كمېدو سره 76.7 اربه ډالره پاتې شوې۔ ده ووئيل د پي ټي آئي په څلور كلن دور كښې بهرنۍ قرضو كښې 17.8 اربه ډالره يعنې 28 فيصده اضافه شوې كومه چې د مسلم ليګ نون د تېر حكومت په پائي كښې جون 2018 كښې 64.1 اربه ډالره وه۔ دا د پي ټي آئي په څلورو كالو كښې 81.9 اربه ډالرو ته ورسولې شوه۔ بلال اظهر کياني ووئيل په څلورو كالو كښې تحريك انصاف اولس ته يوازې ګراني٬ بې روزګاري او غربت وركړې او د پاكستان حكومتي قرض ئې يو په دوه كړې۔
د پاکستان قرض زيات شوې نه ٬ 5.2 اربه ډالره كم شوے دے ٬ بلال اظهر کياني
مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک