نګران وزيراعظم د امريكې دورې په مهال نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه وكړل ٬ عمومي اسمبلۍ ته خطاب كښې يۍ د كشمير او فلسطين مسئله په بشپړه ډول په ډاګه كړه٬ د اسرائيل په اړه د پاكستان دريځ كښې به كوم بدلون رامخې ته نشي۔ نګران خارجه وزير جليل عباس جيلاني


اسلام آباد۔28ستمبر(اے پی پی) نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني وئيلي دي چې نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د امريكې دورې په مهال نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه وكړل او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خطاب كښ?? يۍ د كشمير او فلسطين مسئله په بشپړه ډول په ډاګه كړه٬ د اسرائيل په اړه به د پاكستان دريځ كښ?? كوم بدلون رامخې ته نشي٬ مونږ د چا تقليد نه كوؤ ٬ د خپلې قامي ګټې لمخې پرېكړې كوؤ٬ هيله لرؤ چې افغان عبوری حکومت به د پولې پورې غاړه څخه د ترهګر بريدونو مخنيوي وكړي٬ د سی پېک د رول بېك كولو سوال هم نه پېدا كېږي٬ په راتلونكو كلونو كښ?? به سي پېك لا وده ومومي٬ د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو پاكستان كښ?? سرمايه كاري كولو كښ?? خوښي لري٬ په غېر قانوني توګه دلته مېشته د ټولو هېوادونو كډوالو له به تلل وي٬ په كاناډا كښ?? د سكھ لارښود وژنې پېښې سره هند نړۍ ته په ډاګه شوې دې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښ?? وكړه۔ ده ووئيل د امريكا دورې په مهال وزيراعظم عمومي اسمبلۍ ته مهم خطاب وكړو۔ نګران وزيراعظم وبائي رنځونو سره اړونده يوه مهمه غونډه كښ?? ګډون وكړو۔ ده ووئيل نګران وزيراعظم په دې مهال د بېلو هېوادونو مشرانو سره ملاقاتونه وكړل په كومو كښ?? چې د ايران صدر رئیسی په ??مو?? د ازبکستان صدر، د چین نائب صدر، د نېدرلېنډ وزيراعظم ، د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر او د نړيوال مالياتي فنډ منیجنګ ډائرېکټر، بل ګېټس ، د ریوټنټو سی ای او هم شامل وو۔ وزیراعظم د وائس آف امریکه، واشنګټن پوسټ، سی این این، بلومبرګ، نیوز ویک، ټی آر ټی ورلډ او اېسوسی اېټډ پرېس په ??مو?? د نړيوالې ميډيا استازو سره مركې وكړې۔ ده پاكستاني خبريالانو او تھنك ټېنكس پلاوي سره ملاقاتونه هم وكړل۔ ده ووئيل د نيويارك دورې په مهال زه هم مشغول پاتے شوم۔ د او آئی سی خارجه وزيرانو سره كوآرډينېشن غونډه وشوه په كوم كښ?? چې او آئي سي د سباؤن په لائحه خبرې اترې وشوې۔ د او آئي سي کنټېکټ ګروپ آن جموں و کشمیر كوم چې يو مهم ګروپ دے يوه غونډه هم وشوه۔ په غونډه كښ?? ټولو غړو هېوادونو د کشمیری مسلمانانو ملاتړ اعلان كړو او د هند لخوا په مقبوضه سيمه كښ?? د هند لخوا په كشميري مسلمانانو د روان زور زياتي غندنه وكړې شوه او په ملګرو ملتونو زو راوړلې شو چې د سلامتي كونسل د قراردادونو په رڼا كښ?? دې دا مسئله حل كړې شي۔ دغسې د عرب لیګ او جی سی سی عمومي سېكترانو سره هم ملاقاتونه وشول۔ نګران خارجه زوير ووئيل نګراں وزیراعظم سلامتي كونسل ته خپل خطاب كښ?? د كشمير مسئله په ډاګه كړه او د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له يۍ د كشمير اولس د هلو ځلو بشپړ ملاتړ اعلان وكړو۔ نګران وزيراعظم په خپل خطاب كښ?? د پاكستان اقتصادي صورتحال او ددې ښه كولو له په اقداماتو خبره وكړه۔ نګراں وزیراعظم په کوپ 27 كښ?? د ش??يو وعدو ذكر هم وكړو۔ په كوپ 27 كښ?? پاكستان كښ?? د سېلاب ځپليو سيمو بحالۍ له مرسته اعلان كړې شوې وه۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? خارجه وزير ووئيل كومه هم پرېكړه كښ?? مونږ ملي ګټې تر ټولو وړاندې ساتؤ۔ د اسرائيل په اړه چې كومې خبرې روانې دي په پاكستان كښ?? داسې كوم سوچ هم نشته۔ وزيراعظم دا په ډاګه كړي چې د فلسطين مسئله دې د فلسطيني اولس د هيلو لمخې حل كړې شي۔ ده ووئيل پاكستان غواړي چې فلسطین د كال 1967ء حد بندۍ لمخې د يو آزاد رياست په توګه جوړ كړے شي اتو القدس د دې پلازمينه وګرځولې شي۔ پاكستان دا موقف په هر ځايې ښكاره كړې دې۔ ده ووئيل د اسرائيلي او فلسطين په اړه زمونږ موقف به كله بدل نه شي۔ د چا تقليد نه كوؤ ٬ د خپل قامي م??اد په ګټه پرېكړې كوؤ۔ ده ووئيل اسلاموفوبيا ټولې اسلامي نړۍ لپاره يوه مهمه مسئله ده په كومه چې نګران حكومت خبره وكړه۔ 15 مارچ د ملګرو ملتونو تر اهتمام لاندې د اسلامو فوبيا په ضد ورځې په توګه لمانځلې شي۔ ده ووئيل ډنمارک په خپل پارليمان كښ?? يو بل معارفي كړې دې دغسې چې د قرآن او مقدس صحيفو د بې حرمتۍ مخنيوية وكړې شي۔ د افغانستان په اړه نګران خارجه وزير ووئيل په پاكستان كښ?? په دې ورستيو كښ?? د ترهګرۍ رامخې ته ش??يو پېښو زمونږ اندېښنې سوا كړې دي۔ ده ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې افغان حكومت سره زمونږ خبرې روانې دي۔ مونږ په دې خبره زور راوړې دې چې پولې پورې غاړه څخه د ترهګري كوؤنكو مخنيوي دې وكړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? ده ووئيل پاكستان كښ?? د سعودي مشرتابه زيات احترام كولې شي۔ دوئي ته تود هركلې وئيلې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? ده ووئيل د كډوالو په اړه پالېسي يوازې افغان كډوالو سره تعلق نه لري په دې كښ?? ټول غېر قانوني پناه اخستونكي شامل دي۔