د كشمير ٬ ګلګت بلتستان چارو او سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام سكردو ته لاړو


اسلام آباد 14جون(اے پی پی)د وزيراعظم محمد شهباز شريف په خاص سپارښتنه د كشمير او ګلګت بلتستان چارو او سفيران وفاقي وزير انجينئر امير مقام په دوه ورځنۍ مهمه دوره سكردو ته لاړو۔ د جاري شوي بيان له مخې د دورې په مهال به وفاقي وزير انجينئر امير مقام په خاص توګه د شهيدانو استوګنو ته ځي او د وزيراعظم شهباز شريف لخوا د هغوي كورنيو سره به غمرازي او فاتحه خواني كوي۔وفاقي وزير به د شهيدانو قبرونو ته هم ځي او د عقيدت پیرزوئنې به وړاندې كوي۔اعلٰی سركاري چارواكي به هم د وفاقي وزير سره وي۔د دې نه پس به هغه د ګوند قيادت او غړو سره ملاقاتونه هم كوي