اسلام آباد۔29مارچ (اے پی پی)خارجه وزير بلاول بھټو زرداري وئېلې دي د تحریک انصاف سهولت کار اوس هم په ادارو كښې موجود دي ، هغوي ته معلومه ده چې که پاکستان جمهوریت پلو روان پاتې شو نو د هغوي سیاست به ختم شي ، هم دا سبب دے چې د پخوانو آمرانو ټول اولاد په تحریک انصاف كښې دے ، دا قانون ډېر وراندې راوړل پكار ؤ، د 2008ء نه د دې ایوان سپكاوے كېدو خو آخر په كال 2023ء كښې پارلیمان د دې قانون تر مخه د ځواب وركولو پرېكړه وكړه ۔د شورو په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د عدلیه په اړه د بل وړومبۍ خواندګۍ كښې ده ووئېل پاکستان دh وخت د مسائلو سره مخ دے ، د پاکستان په تاریخ كښې مونږ د معاشي، جمهوري، آئیني بحرانونو پشمول د ترهه ګرۍ مقابله كړې، دا وخت د تاریخ د بدتره ګرانۍ مقابلعه كوو ځكه چې پخواني وزیراعظم هېواد په معاشي بحران اخته كړے، د معاشي بحران ځېنې سببونه داسې دي په كومو چې مونږ اختیار نه لرو ، ده ووئېل د کووډ 19 په سبب د نړۍ ګڼ هېوادونه شدیدو معاشي ستونزو سره مخ دي ۔ بلاول بھټو زرداري ووئېل د سیلاب په وجه 33 ملین خلق او په څلورو كښې درې برخې پاکستان د ابو سره مخ ؤ ، دا تاریخي قدرتي افت ؤ كوم چې زمونږ معیشت ته زيان رسولے ، دې سره سره د سکیورټي مسائلو هم سر پورته كړے ، ده ووئېل پخواني وزیراعظم يو ځل بيا هېواد ترهه كرو ته سپارلے ، زمونږ سیاسي مشرانو ، پولیس، د پوځ افسرانو او ځوانانو د ترهه ګرۍ په نره مقابله كرې او د هغوي ملا ئې ماته كړې ۔ ده ووئېل دا زمونږ بدقسمتي وه جې يو داسې وزیراعظم مسلط کړے شوے ؤ چا چې په اے پی ایس بريد كوونكې ترهه ګر د زندان څخه خوشي كړل او معاف ئې كړل ، ده ووئېل قبائلي اولس د ترهه ګرۍ په نره مقابله كړې ، پخواني وزیراعظم دغه ترهه ګر د افغانستان نه راوستل او زمونږ په قبائلي سيمو كښې ئې اباد كړل ، د هېواد د معاشي او سکیورټي بحران په شا د پخواني سلیکټټ وزیراعظم لاسونه دي۔ بلاول ووئېل مونږ د مشرف په دور کښې د جمهوریت بحالۍ لپاره میثاق جمهوریت لاس ليك كړے، د 18 بدلون د لارې د 1973ء آئین مو بحال کړے ۔ ده ووئېل پخواني چیف جسټس افتخار چوهدري د سپریم کورټ آمریت قائم کړے ؤ ، د دې ټولو اقداماتو مقصد جمهوریت بدنامول او هائي بریډ نظام قائمول وو ، عمران خان زمونږ اسټیبلشمنټ سیاست له راوستے ، ده ووئېل زمونږ په جمهوري اقدام عمر له غیر جمهوري رویې رامخې ته شوي ، مونږ په جمهوري ډول د عدم اعتماد تحریک راوړے د كوم په ځواب كښې چې آئین مات كړے شو ، ده ووئېل مونږ له پكار دي جې اوګورو چې د دې بحرانونو سره ولې مخ كېږو ۔ ده ووئېل اوس د آمرانو ټول اولاد په تحریک انصاف دے ځكه چې په هغوي كښې څوك هم پخپله الیکشن نشي ګټلے۔ ده ووئېل د پخواني چیف جسټس ثاقب نثار سره د آئین او قانون تر مخه د ډیم فنډ جوړولو اختیار نه ؤ ۔۔
د تحریک انصاف سهولت کار اوس هم په ادارو كښې موجود دي ، خارجه وزير بلاول بھټو زرداري
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا