اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په قام زور رواړې دې چې اوس دې كار پلو پام وګرځولې شي۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل هيله لرم چې اولس د اختر رخصتۍ خپلې كورنۍ سره په ښه ډول تېرې كړې او آرام ئې هم وكړو٬ بايد اوس مونږ كار پلو پام وګرځوٶ٬ د اختر د څلورو رخصتو نه پس د جمعې په ورځ دفترې بېرته پرانستلې شوې او د ژوند د هلې ځلې هم بحال شوې۔ وزيراعظم شهباز شريف څوك چې يو ښه منتظم او په بيړه كار سر ته د رسولو شهرت لري د قام نه هم توقع لري چې ھغوي دې هم د ده پېروي كولو سره د هېواد تعمير او پرمختګ لپاره خوارۍ٬ مينې او ايماندارۍ سره كار وكړي۔ د يادونې وړ ده چې وزيراعظم شهباز شريف د واړه اختر رخصتۍ په لاهور كښې د تېرولو نه پس د جمعې په ورځ سهار اسلام آباد ته رارسېدو سره خپله وظيفه ترسره كول پېل كړې۔ په يو بل ټويټ كښې وزيراعظم د فېضان احمد د كار ستائنه وكړه په كوم كښې چې هغه د لاهور مېټرو څخه د اولس استفاده او هغوي لپاره د سفر دد ې آسانۍ اهميت په ډاګه كړې دې۔
وزيراعظم د كوچني اختر رخصتۍ لاهور كښې له تېرولو وروستو اسلام آباد ته رارسېدو سره خپله وظيفه ترسره كول پېل كړې٬ په رخصتۍ كښې آرام وشو ٬ اوس بايد كار پلو پام وګرځولې شي۔ د وزيراعظم ټويټ
مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری