پینډي 07 جنوري (اے پي پي) د پاك پوځ٬بحريه او اېف سي ډلې د ګواد په ساحلي باران ځپليو سيمو كښې د تېرو 96 ساعتونو څخه د رېسكيو او رېليف په چارو بوښت دي۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)لخوا د جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې په كولنچ٬شردشت او سن اسټارواديو لرې پرتو سيمو كښې د مرستې چارې پېل كولې شي۔د اوبو د اخراج په كاروائيو كښې د ګوادر پخوانۍ قصبه د خاص پام مركز وه۔پاك پوځ٬اېف سي او پاكستان كوسټ ګارډز طبي كېمپونه هم لګولي دي او په سېلاب ځپليو كښې راشن هم وېشلې شي۔د صوبائي ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټۍ لخوا خيمې هم وركړې شوې دي۔په لرې سيمو كښې ګير شويو كورنيو ته د آرمي ايوي اېشن د چورلكو د لارې كمبل٬خيمې او راشن رسولې شوې۔لرې سيمو ته مرستې رسولو لپاره د زيان اندازه هم لګولې شي۔د پسني د خلكو د مرستې لپاره د راشن او جامو نه ډكه د پاك فضائيه سي 130 الوتكه هم لېږلې شوې
د پاك پوځ٬بحريه او اېف سي ډلې د ګواد په ساحلي باران ځپليو سيمو كښې د رېسكيو او رېليف په چارو بوښت دي
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم