اسلام آباد۔20جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د 1200مېګاواټ چشمه فائیو نیوکلیئر پاور پلانټ لوظنامه د پاك چين ملګرتيا يو بل سنګ ميل دے٬ سره د سختو حالاتو د پاكستان د مع??شي بحالۍ عزم لرؤ٬ د چين لخوا د 3 اربه 48 کروړه ډالرو سرمايه كاري يو مثبت ګام دے٬ آئي اېم اېف سره د لوظنامې تاخير سره په مخ كېدو چين زمونږ مرست?? وكړه٬ چشمه فائیو من??وبه د سول او پوځي مشرتابه په يو پېج كېدو ثبوت دے ٬ اولس ته په دې لوظنامه مباركي وركوم۔ د نهې په ورځ د 1200مېګاواټ چشمه فائیو جوهری بجلی ګھر جوړولو په مفاهمتي يادښت د لاس ليك دستوره وشوه۔ په دستوره كښې د وزيراعظم په موجودګۍ كښې د چین د نېشنل نیوکلیئر کارپوریشن او پاکستان اټامک انرجی کمېشن ترمينځه د مفاهمت يادښت لاس ليك كړے شو۔ په دې موقعه وفاقي وزيران سېنېټر اسحاق ډار،احسن اقبال، خرم دستګیر او د چين چارواكي موجود وو۔ په دې موقعه خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل نن زه ټول اولس ته مباركي وركوم چې نن د سی فائیو جوهری توان من??وبې جوړولو لوظنامه لاس ليك شوه۔ دې من??وبې څخه به كه پاك پرودرګار ته من??ور وي 1200 مېګاواټ برېښنا ترلاسه شي۔ په دې من??وبه لګښت د كال 2017 اېښودلے شوے دے او چين د افراط زر له مخې د لګښت زياتېدو باوجود نزدې د 30 اربه روپو رعايت هم راكړے دے۔ ده ووئيل سی فائیو من??وبه د پاکستان او چین ترمينځه د اقتصادي مرستې اعلی مثال دے٬ څو مياشتې وړاندې په كراچۍ كښې د کے تھری پرانست?? وكړې شوه٬ نن د سي فائيو د بنياد تيګه اېښودلې شي۔ ده هيله ولرله چې كه پاك پروردګار ته من??ور وي دا من??وبه به د كوم تاخير نه غېر مخ په وړاندې لاړه شي۔ ده ووئيل د چين لخوا د 3 اربه 48 کروړه ډالرو سرمايه كاري يو مثبت ګام دے٬ آئي اېم اېف سره د لوظنامې تاخير سره په مخ كېدو چين زمونږ مرست?? وكړه۔ ده ووئيل د چين سره سره زمونږ سترو ملګرو سعودي عربستان ٬ متحده عرب امارات او قطر هم د پاكستان مرسته كړې او اوس هم كوي۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې په مرسته كولو د چينائي صدر شي جن پنګ او د هغه د ډلې مننه كوؤ۔ ده دې لوظنامې لپاره په شپه او ورځ خوارۍ كولو د وفاقي وزير اسحاق ډار او د ده د ډلې منن?? وكړه۔ ده د چيني ناظم الامور هم منن?? وكړه۔ ده ووئيل دا د مياں نواز شريف وژن دے٬ ده په 1993كښې چين سره د جوهری توان اولنۍ لوظنامه كړې وه۔ ده ووئيل چين د پاكستان په هغه ملګرو كښې شامل دے كوم چې ټول عمري پاكستان سره ولاړ پاتے شوے دے۔ دغسې مونږ د سعودی عربستان، متحدہ عرب امارات، قطر او د کوېت په څير ملګرو مرسته او ملاتړ هېرولې نه شوو۔
چشمه فائیو نیوکلیئر پاور پلانټ لوظنامه د پاك چين ملګرتيا يو بل سنګ ميل دے٬ د سختو حالاتو باوجود د پاكستان د معاشي بحالۍ عزم لرؤ٬ د وزيراعظم شهباز شريف د منصوبې په مفاهمتي يادښت د لاس ليك دستورې ته خطاب
7 Farm No. 5 Online Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن