مظفرآباد ۔14دسمبر(اے پی پی) د آزاد جموں و کشمیر قانون سازې اسمبلۍ غړو د هند سپريم كورټ د مقبوضه كشمير خصوصي حېثيت به اړه متعصبانه پرېكړه مسترد كولو سره ??غه د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزي ګرځولې۔ د ملګرو ملتونو د قراردادونو په موجودګۍ كښې دا پرېكړه هېڅ معنی نه لري٬ دې پرېكړې سره ?? كشمير په مسئله هېڅ اغېز نه پرېوزي٬ د كشميري اولس ستړې به تر هغه وخت دوام لري تر كومې چې كشمير آزاد شوے او د پاكستان برخه جوړ شوے نه وي۔ د آزاد جموں وکشمیر قانون سازې اسمبلی خصوصی غونډه د سپيكر چوهدري لطيف اكبر په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ وشوه۔ د غونډې په پېل كښې د اسمبلۍ غړي حافظ حامد رضا د كشمير شهيدانو ٬ د فلسطين شهيدانو او د پاك پوځ شهيدانو روحونو ته ثواب رسولو له فاتحه خواني وكړه۔په غونډه كښې د اسلامي جمهوريه پاكستان ??ګران ??زيراعظم انوار الحق کاکړ ، د آزاد كشمير وزیراعظم چوهدری انوار الحق ، د پاکستان ??یپلز بارټي (آزاد كشمير) صدر چوهدري محمد یاسین، د مسلم لیګ ن صدر شاہ غلام قادر، پخواني وزیراعظم و صدر مسلم کانفرنس سردار عتیق احمد خان، پخواني وزیراعظم راجه محمد فاروق حیدر خان، د تحريك انصاف صدر او پخواني وزیراعظم سردار عبدالقیوم نیازي او د جموں وكشمير پپيلز پارټي صدر سردار حسن ابراهیم خطاب وكړو۔ د غونډې په پیل كښې نګران ??زيراعظم ته هركلے وئيلو سره ?? قانون سازې اسمبلۍ سپيكر چوهدري لطيف اكبر ووئيل دې سره ??ه د لائن آف کنټرول دې اړخ ته د كشمير آزادۍ لپاره ?? هڅو كوؤنكو حوصلې لوړې شي۔ ده ووئيل د هندي سپريم كورټ لخوا دا متعصبانه پرېكړه په حقيقت كښې د 05 اګست 2019 اقدام تسلسل دے۔ ده ووئيل هندي عدالتونو څخه هم دا ډول ناوړه پرېكړې رامخې ته كېږي۔ دې څخه وړاندې د بابري مسجد او د افضل ګورو په كېس كښې هم يو اړخيزه او د آئين او قانون په ضد پرېكړه رامخې ته شوې وه۔ ده ووئيل د سپريم كورټ دا پیښه د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو د قراردادونو په موجودګۍ كښې دا پرېكړه هېڅ معنی نه لري٬ دې پرېكړې سره ?? كشمير په مسئله هېڅ اغېز نه پرېوزي٬ د كشميري اولس ستړې به تر هغه وخت دوام لري تر كومې چې كشمير آزاد شوے او د پاكستان برخه جوړ شوے نه وي۔ ده ووئيل زه د پاك پوځ قربانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كومو چې د هېواد دفاع لپاره ??ل د خپلو ځانونو قرباني وركړې ده۔ پخواني وزيراعظم سردار عبدالقیوم نیازي ووئيل د آزاد کشمیر حکومت جوړېدو مقصد د كشمير مسئلې حل كولو لپاره كار كول وو نو ځكه دا زمونږ ذمه واري ده چې مو??ږ د كشمير مسئلې په هر نړيوال فورم رامخې ته كولو له ټول صلاحيتونه وكاروؤ۔ پخواني وزيراعظم سردار عتیق احمد خان ??وئيل مو??ږ د كشمير مسئلې ته د پاكستان ??ه نقطه نظر ګورؤ۔ مو??ږ غواړؤ چې پاكستان ??ضبوط او مستحكم وي چې ورسره ??ه د كشمير په مسئله مثبت اغېز پرېوزي۔ پخواني وزيراعظم راجه محمد فاروق حېدر خان ??وئيل د را??ے شمېره ?? كشميري اولس غوښتنه ده۔ تر كومې چې كشميري وګړو ته د خپلواكۍ منلے شوے حق ترلاسه شوے نه وي تر هغه وخت دې د آزاد كشمير حكومت د جموں وكشمير د نمائنده حكومت په توګه تسليم كړے شي۔ ده ووئيل مو??ږ ته دې په نړيواله كچه د خپلې مقدمې وړاندې كولو اجازه راكړې شي ٬ مو??ږ به پاكستان ??ايوسه نه كړؤ۔ د جموں وکشمیر پیپلز پارټي صدر سردار حسن ابراهيم ووئيل دا مهال ورلډ آرډر بدلېږي۔ د دې په تسلسل كښې هندوستان ??ه كشمير كښې هم جارحيت كوي۔ د کشمیري وګړو تحريك 76 كاله پخوانے دے۔ كشميرے اولس د هندي عدالت متعصبانه پرېكړه مسترد كوي۔ ده ووئيل د كشمير آزادۍ لپاره كه مو??ږ له 100 كاله هم جنګ كول وي نو مو??ږ به دا جنګ كوؤ او تر كومې چې كشمير آزاد شوے نه وي مو??ږ به په قلار نه كېښنو۔
د آزاد جموں وكشمير قانون سازې اسمبلۍ خصوصي غونډه ٬ غړو د مقبوضه كشمير په اړه د هند سپريم كورټ متعصبانه پرېكړه مسترد كولو سره دغه د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزي وګرځوله
Hula Entertainment Platform Official Website
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا