اسلام آباد۔14 اکتوبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف په پاك هند مېچ كښې قومي لوبډلې لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو او دوئي مخاطب كولو سره وئيلي دي چې شاهينانو جذبې سره او په مړانه لوبه وكړۍ د تول قام دعاګانې تاسو سره دي۔ ده ووئيل د 25 کروړ پاكستاني وګړو سترګې تاسو ته دي٬ د ګټې او ماتې خوړولو له پروا كولو پرته مضبوط قوت او ارادې سره مېدان ته كوز شۍ۔ په لومړیو دوو سیالیو کښې له بریا وروسته ستاسو مورال لوړ دے۔ راجه پروېز اشرف ووئيل هيله لرم چې پاكستاني شاهينان به هند ته پخپل كور كښې ماتې وركولو سره تاريخ رقم كړي۔
مضمون کا ماخذ : quina acumulada